یولیا ناولني: له پوتین څخه به د خپل خاوند غچ واخلم

یولیا ناولني: له پوتین څخه به د خپل خاوند غچ واخلم


  • 11 مياشتي دمخه (17/02/2024)
  • سمسور نیوز
  • 377

د مړه شوي روسیي سیاستوال او د پوتین سرسخت  مخالف الکسي ناولني میرمن یولیا ناولني وايي، له پوتین سره به د خپل خاوند د مړینې حساب وکړي.

ناولني تېره ورځ د روسیې په یو زندان کې ساه ورکړه.

د هغه میرمنې ویلي، دا ورځ نږدې ده او دا به د ټولو هغو کارونو حساب له پوتین څخه واخلي، چې د دې له خاوند سره یې کړي دي.

بل لورته د امریکا د ولسمشر مرستیالې کاملا هرس ویلي، چې که دا مړینه تائید شي؛ نو دا به د پوتین د بې رحمۍ بله نښه وي.

په ورته مهال د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د مونیخ کنفرانس کې د الکسي ناولني له میرمنې سره په کتنه کې ویلي، چې د دې مړینې مسولیت د روسیې په غاړه دی.

سره له دې، چې د هغه د مړینې خبر په خپلواک ډول نه دی تائید شوی؛ خو اروپايي ټولنې، د جرمني لومړي وزیر، د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر او ګڼو نورو چارواکو د هغه مړینې ته غبرګون ښوودلی دی.

الکسي ناولني د ۲۰۲۱ کال د جنوري پر ۱۷مه د مسکو په هوايي ډګر کې له جرمني څخه تر ستنېدو وروسته ونیول شو.
نوموړی هغه وخت له هېواد بهر د مشروطې ازادۍ له شرایطو د سرغړونې له کبله په دوه نیم کاله بند محکوم شو، خو د روسیې حکوم د ۲۰۲۲ کال په مارچ میاشت کې د سپکاوي او درغلۍ په تور په ۹ کاله بند محکوم کړ.
ناولني د نیول کېدو پر مهال ویلي وو، چې ښايي د روسیې حکومت یې مسموم کړي.