د قطر په پلازمېنه دوحه کې د ملګرو ملتونو په مشرۍ د افغانستان په اړه ځانګړې غونډه نن پیل شوه
دغه غونډه چې سبا به هم روانه وي ، ټاکل شوې د ورځې په لومړیو کې به دوه اړخیزې ناستې وي او د ورځې په وروستیو کې به د افغانستان لپاره د سیمې د هېوادونو ځانګړي استازي عمومي مجلس ولري.
په دې ناسته کې د شلو هېوادونو استازي د افغانستان په اړه خبرې کوي.
که څه هم په دې ناسته کې اسلامي امارت ته هم د ګډون بلنه ورکړل شوې؛ خو سرپرست حکومت په کې خپل ګډون رد کړ.