سږکال له ټول هېواد څخه۴۳ زره مټریک ټنه ستروس مېوې راټولې شوې

سږکال له ټول هېواد څخه۴۳ زره مټریک ټنه ستروس مېوې راټولې شوې


  • 11 مياشتي دمخه (18/02/2024)
  • سمسور نیوز
  • 333

د کرنې، اوبولګولو او مالداري وزارت وايي، سږ کال د افغانستان د بېلابېلو ولایتونو له باغونو څخه نږدې ۴۳ زره مټریک ټنه ستروس میوې (کینو، مالټې، نارنج او لیمو) راټولې شوې دي.

یاد وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې سږ کال په ټول هېواد کې له ۱،۵۴ هکتاره ځمکې څخه ۱۲۳۶۱ مټریک ټنه کینو او مالټې ترلاسه شوې او دغه راز له ۱۳۱۶ هکتاره باغونو څخه ۲۲ زره او ۹۰۸ مټریک ټنه نارنج راټول شوي دي.

د يادونې وړ ده، چې ستروس مېوې تر ډېره په لغمان، کونړ او ننګرهار ولايتونو کې کرل کېږي.