حمزه؛ د غزل له روایتي شاعرۍ راوتی بابا

حمزه؛ د غزل له روایتي شاعرۍ راوتی بابا


  • 9 مياشتي دمخه (18/02/2024)
  • عاقله اسد
  • 946

د پښتو ژبې د غزل بابا حمزه"رح" شاعري، لیکوالي او فکر که څومره وشنل شي؛ نو ښایي بیا هم زمونږ قلم بې وسه پاتې شي.

کله کله له انسان خبرې ورکې شي، چې له کوم ځای یې پیل کړي او چېرته یې پای ته ورسوي او بیا خو چې د داسې عظیمو انسانانو په اړه لیکل کېږي؛ نو حتمي ده چې حیرانیږو به.

حمزه په پښتو ادب کې یوه رامنځته شوې لویه خلا د خپل غزل په اهنګینو نغمو ماته کړه او د پښتو ټکنی شوی منظوم ادب یې داسې را عیان کړ، چې تر نننه یې ځل تت شوی نه دی.

دغه افغان پښتون شاعر د پښتون دود شاعرۍ ته داسې ور دننه کړ، چې لاهم ورته خلک د حیرت ګوته په غاښ دي.

 

لا د زړه حجره کې مې پښتو کوربنه ښکاري

وي که تنګدستي هم، مېلمنو ته خوشحالېږم

یا

واخله سترګې مې در ځار چې په تا تور شوم

دوه سورې به درکوم پښتونولي ده

 

د حمزه بابا مزاج دومره پښتون وو، چې غزل یې له عامو روایتو د پښتو پر خیمه داسې ورننویست، چې تر ننه یې رنګونه جلوې کوې.

غزل یې شډل پښتون نه وو؛ خو پښتو پکې داسې پالل شوې وه، چې حسن او جمال هم ورته خپل سرونه ټیټ کړي وو.

 

پلو دې د مخ اخلم پښتنې خو دا مې واوره      

  زمرۍ غوندې به گورې شرميدل به په كې نه وي

یا

 

ما كوز ورته ليمه كړه زما سر نه ټيټېده           

   شايد چې په الفت كې هم افغان پاتې كيدم

 

د هغه د غزل هر بیت بیت الغزل او منفرد و.

 

د غني خان په اړه یوه خبره دا کېږي، چې غني بدبخته وو، چې په پښتنو کې پیدا شو او تر هغه پښتانه زیات بدبخته دي، چې لاهم نه دي پرې پوه شوي.

حمزه بابا هم ښایي همداسې وي، خپله هم وایي، چې:

شینواري بختور دي چې حمزه پکې پیدا شوو

حمزه دی بد نصیبه په شینوارو کې پیدا

 

یا

د خيبر له غرونو نمر د شعر وخوت 

 چې خورې يي پلوشې تر هندوستان دي

حمزه قدر په خپل كور كې د چا نه وي

 د عربو خلك كم دي چې حاجيان دي

 

په هر حال؛

پر حمزه او د حمزه پر شاعرۍ کتابونه کتابونه خبرې کېږي او دا څو اړخیز شخصیت په څو صفحو کې نه شي راټولېدی.

زما هیله ده، چې پښتانه حمزه بابا دغه ډول وپېژني، لکه څنګه چې بابا پښتو پېژندلې وه.

نن یې تلین دی.

روح یې ښاد، پر ګور یې نور!