پاکستاني پوځیانو چمن کې پر پرلت کوونکو برید کړی او درې کسان یې ټپیان کړي دي.
د راپورونو له مخې، پاکستاني پوځیانو پر پرلت کوونکو اوښکې بهوونکی ګاز هم شیندلی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره شپه ناوخته پاکستاني پولیسو پر پرلت کوونکو چاپه وهلې او نږدې شل کسان یې بندیان کړي دي.
د رسنیو د راپورونو پر اساس، پرلت کوونکو دوه ورځې وړاندې په چمن کې د پاسپورټ ادارې مخته کانټینرونه اېښي او دروازه یې تړلې ده.
راپورونو کې دغه راز راغلي، پرلت کوونکو د خپلو ملګرو د بندي کېدو په غبرګون د چمن ـ کوټې عمومي لاره هم بنده کړې او په چمن ښار کې یې کاربندیز اعلان کړی دی.
چمن کې د سپین بولدک پر دوازه د تګ راتګ په موخه د پاسپورټ او ویزې د جبري کېدو په غبرګون کې د تېرو څلورو میاشتو راهیسې پرلت روان دی.
پرلت کوونکي وایی، په پاسپورټ د تګ راتګ پرېکړه نه مني او د خپلې دغې غوښتنې لپاره مبارزې ته دوام ورکوي.