نېکلاسون: د دوحې ناسته کې له افغانستان سره پر تعامل ټینګار شوی

نېکلاسون: د دوحې ناسته کې له افغانستان سره پر تعامل ټینګار شوی


  • 10 مياشتي دمخه (21/02/2024)
  • سمسور نیوز
  • 446

‏د افغانستان لپاره د اروپايي ټولڼې ځانګړي استازي د دوحې غونډې په هکله ویلي چې په دغې غونډه کې د افغانستان او افغانانو په هکله «قوي ژمنې» شتون درلود.

ټوماس نېکلاسون پر اېکس پاڼه لیکلي چې په دغې ناسته کې پر تعامل او له یوه سوله‌ییز او هغه افغانستانه پر ملاتړ ټينګار شوی چې، د وګړو سیاسي حقونه یې په کې رعایت شي.

ښاغلي نېکلاسون زیاته کړې چې د اروپايي ټولنې او د ډېرو مسلمانان لرونکو هېوادونو د استازو په ګډون د دغې غونډې ډېری ګډونوالو، د افغان وګړو هغه غوښتنې چې ښځې او نجونې دې زده‌کړو او کار ته لاسرسۍ ولري تکرار کړې.

د ټوماس نېکلاسون د څرګندونو پر بنسټ، د دوحې په غونډه کې ځينو له نشه‌يي توکو سره د مبارزې، د روږدو کسانو د درملنې او له داعش سره د مبارزې په برخو کې د اسلامي امارت لاسته راوړنې ستایلي او ځينو نور په دغه هېواد کې د یو شمېر ترهګرو ډلو د فعالیت په هکله اندېښنه ښودلې ده.