ملگري ملتونه: د اعدام سزا کې دې ځنډ رامنځته شي

ملگري ملتونه: د اعدام سزا کې دې ځنډ رامنځته شي


  • 9 مياشتي دمخه (23/02/2024)
  • سمسور نیوز
  • 384

ملګرو ملتونو له اسلامي امارت غوښتي، چې د اعدام سزا د لغوه کولو په برخه کې بېړنۍ ځنډ رامنځته کړي.
په افغانستان کې د یاد سازمان مرستندویه دفتر یا یوناما لیکلي، چې دوی د اعدام د سزا سخت مخالف دي او دا چاره د ژوند کولو اساسي حق سره په ټکر کې ده.

دوی دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې تېره ورځ د اسلامي امارت د سترې محکمې په حکم دوه تنه په غزني ولایت کې قصاص شول.
یادو کسانو څه موده وړاندې دوه نور کسان وژلي وو، چې د سترې محکمې له لوري پرې د قصاص حکم تطبیق شو.
اسلامي امارت که څه هم د یوناما دغې غوښتنې ته تر اوسه کوم غبرګون نه دی ښوودلی؛ خو تر دې وړاندې یې ویلي و، چې د شرعي احکامو په پلي کېدو کې به هیڅ ځنډ ونه کړي.