سیاسي مرسیتال: که زموږ غوښتنې ومنل شي، راتلونکو ناستو کې ګډون کوو

سیاسي مرسیتال: که زموږ غوښتنې ومنل شي، راتلونکو ناستو کې ګډون کوو


  • 10 مياشتي دمخه (23/02/2024)
  • سمسور نیوز
  • 355

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال وايي، که په راتلونکو ناستو کې د دوی غوښتنې په پام کې ونیول شي، نو ګډون به په کې وکړي.

هغه د دوحې په ناسته کې د اسلامي امارت د ګډون په اړه د ملګرو ملتونو پرېکړه غیر عادلانه بللې ده.

له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې مولوي عبدالکبیر له سراج الاسلام دارلعلوم څخه د فارغو شویو علماوو د دستار بندي په مراسمو کې ویلي، چې ولسونه پر خپلو ارزښتونو کلک ولاړ دي او اجازه نه ورکوي، چې پر ملي او دیني مسائلو معامله وشي.

د مولوي کبیر په خبره، نړۍ او افغانانو دا درک کړې چې له فساد سره مبارزه او په افغانستان کې تلپاتې ثبات یوازې د اسلامي امارت په شتون کې تضمینېدی شي.

نوموړی په داسې حال کې یادې څرګندونې کوي، چې تر دې وړاندې سرپرست حکومت د ملګرو ملتونو له لوري د دوی د شرایطو نه منل کېدو په غبرګون کې د دوحې په ناستې کې ګډون ونه کړ.