امریکا پر روسیې نوي بندیزونه ولګول

امریکا پر روسیې نوي بندیزونه ولګول


  • 10 مياشتي دمخه (24/02/2024)
  • سمسور نیوز
  • 359

 

امریکا د خپلو نورو بندیزونو په دوا دا ځل پر روسیې ۵۰۰ نور نوي بندیزونه لګولي دي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن ویلي یاد بندیزونه د روسیې پر جګړه ییز ماشین او پر هغو کسانو لګول شوي، چې د پوتین د سیاسي مخالف نوالنې له زنداني کولو سره تړاو لري.

بایډن په یوه اعلامیه کې ویلي په دې بندیزونو سره به د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین  د خپل هېواد له پولو بهر د یرغل او دغه راز په خپل هېواد کې دننه د زور زیاتي په بدل کې لا زیاته بیه پرې کړي.

دا بندیزونه داسې مهال لګول کېږي، چې د روسیې د ولسمشر ویلادیمیر پوتین سیاسي مخالف الیکسي نوالنې له مړینې یوه اونۍ تېرېږي  بایډن ویلي، چې پړه یې د پوتین په غاړه ده.

اروپايي ټولنې هم ځینې بندیزونه اعلان کړي او په ځواب کې یې روسي چارواکو خپل هېواد ته د اروپايي ټولنې چارواکو پر ننوتلو بندیز لګولی دی.