د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي (یو شیاو یونګ) ویلي چې د افغانستان د بیا رغوونې مسوولیت د امریکا په غاړه دی.
هغه ویلي، له افغانستان سره باید په اوسني وخت کې بشري مرستې زیاتې شي.
یونګ پرخپله ایکس پاڼه لیکلي، د دوحې په ناسته کې د داسې حکومت پر جوړولو ټینګار شوی، چې ښځې په کې د کار او زدکړو اجازه ولري.
نوموړي دا هم ویلي چې د امریکا حکومت باید د افغانستان کنګل شوې شتمني آزاده کړي او همدا شان لګول شوي یو اړخیزه بندیزونه لیرې کړي.
د هغه په خبره، چین غواړي له ملګرو ملتونو او د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو سره د افغانستان د ښېرازۍ او ثبات په اړوند جدي خبرې وکړي.
د یادونې ده، چې چین تر دې وړاندې هم ویلي، چې امریکا په تېرو شلو کالونو کې په افغانستان کې ښکېله وه او د اوسني وضعیت پړه هم د دوی په غاړه ده.