انتوني ګوترېش؛ نن امنیت شورا ته د دوحې ناستې راپور وړاندې کوي

انتوني ګوترېش؛ نن امنیت شورا ته د دوحې ناستې راپور وړاندې کوي


  • 10 مياشتي دمخه (26/02/2024)
  • سمسور نیوز
  • 307

ټاکل شوې چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن دوشنبه د افغانستان لپاره د نوي ځانګړي استازي د ټاکلو په اړه بحثونه وکړي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولۍ ویلي چې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش به امنیت شورا ته د نوي ځانګړي استازي د ټاکلو او د دوحې دوه ورځنۍ غونډې په اړه راپور وړاندې کړي.

د یادونې ده چې اسلامي امارت د دوحې په غونډه کې ګډون نه وو کړی او د افغانستان لپاره یې د ملګرو ملتونو د نوي ځانګړي استازي له ټاکلو سره مخالفت کړی دی.

د دې تر څنګ د دوحې په غونډه کې روسیې ، چین او ایران هم د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي له ټاکلو سره مخالفت کړی.

د دوحې غونډه تېره یکشنبه او دوشنبه د ملګرو ملتونو په کوربه توب تر سره شوه چې د افغانستان پر ګڼو اړوندو مسایلو په کې خبرې وشوې.