د قطر بهرنیو چارو وزیر: زمونږ په هڅو د امارت له بنده یو اتریشي وګړی ازاد شو

د قطر بهرنیو چارو وزیر: زمونږ په هڅو د امارت له بنده یو اتریشي وګړی ازاد شو


  • 10 مياشتي دمخه (26/02/2024)
  • سمسور نیوز
  • 310

د اتريش د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په افغانستان کې یې یو نیول شوی وګړی د قطر په هڅو له بند څخه آزاد کړی دی.

یاد وزارت ویلي چې  ۸۴ کلن هربرټ فريټز تېره مې میاشت نیول شوی وو او د د قطر د حکومت په هڅو خوشی شوی.

د اتريشي رسنیو د راپورونو له مخې  د هغه هېواد د ملي ديموکراتیک ګوند له بنسټګرو و چې په ۱۹۸۸ کال کې یې فعالیت ناقانونه اعلان شوی وو.

د اتریش صدر اعظم کارل نیهمر په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې له جدي ډیپلوماتیکو هڅو وروسته، خوښ دی چې په افغانستان کې له توقیفه د اتریش تبعه خوشي کېدل اعلانوي.

اسلامي امارت په دې تړاو تر اوسه څه نه دي ویلي.