د افغانستان ملي بانک وایي چې نن د سه شنبې په ورځ به د داوطلبۍ له لارې ۱۷ ملیونه امریکايي ډالرو د لیلام په ډول وپلوري.
یاد بانک په خپله ایکس پاڼه له سوداګریزو بانکونو او د صرافۍ او د پولي خدمتونو له شرکتونو څخه چې په شرایطو برابر وي، غوښتي تر څو په دې داوطلبۍکې ګډون وکړي.
سرچینه زیاتوي چې د داوطلبۍ ګټونکي اړ دي څو خپل حسابونه د لیلام د ورځې تر پایه پورې تصفیه کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان ملي بانک د بهرنیواسعارو د ارزښت ساتلو په هدف وخت ناوخت په ملیونونو ډالر لیلاموي.