بهر ته د تللو افغان خبریالانو د بېرته راغوښتلو لپاره کمېسیون جوړیږي

بهر ته د تللو افغان خبریالانو د بېرته راغوښتلو لپاره کمېسیون جوړیږي


  • 4 مياشتي دمخه (28/02/2024)
  • سمسور نیوز
  • 491

 

په کور دننه د رسنیو د ملاتړ ادارو مسوولین د حکومت له خوا د هغه کمېسیون جوړېدل ستایي چې پر اساس به یې له هېواده وتلي خبریالان بیرته هېواد ته راستانه شي.

د افغانستان د خپلواکو خبریالانو ټولنې رییس هجت الله مجددي هم یاد اقدام ستايي او وايي، کومې اړېکې چې دوی له  رسنیزو شخصیتونو سره لري، د دغه اقدام په پلي کېدو سره یې د بیا راتګ هیلې ډېرېږي.

«که دغه اقدام عملي شي، زه باور لرم چې ډېر اغېز به ولري او کولی شي چې د افغانستان رسنیزه ټولنه په کور دننه او بهر سره ښه ونښلوي. دا د هغو خبریالانو لپاره ښه زیری دی چې غواړي بېرته هېواد ته را وګرځي او د خپلو خلکو تر څنګ کار وکړي.»

د خبریالانو د خوندېتوب کمېټې مسوولین هم د دغه اقدام هرکلی کوي او دا د هغو خبریالانو لپاره چې بېرته هېواد ته راګرځي، ښه فرصت ګڼي.

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې رییس عبدالقدیم ویاړ په دې اړه داسې وايي:

«په مجموع کې دا یو ښه ښه فرصت دی د هغو خبریالانو لپاره چې په بهر کې دي او ویره لري چې خپل هېواد ته ستانه شي. که دا کمېسیون رامنځته شي، دا به یو لوی ګام وي د خبریالانو لپاره.»

د رسنیو د مرکز مسوولین وایي، د دغه کمېسیون جوړېدو یوازني هدف د خبریالانو هڅول دي چې بېرته خپل هېواد را وګرځي او خلکو ته پر کور دننه خدمت وکړي.

د حکومت د رسنیو مرکز رییس مولوي نعیم الحق حقاني وايي:

«لکه څنګه چې د افغان شخصیتونو لپاره د اړیکو کمېسیون شته باید رسنیز شخصیتونو لپاره هم یو کمېسیون رامنځته شي او هغوي را وغوښتل شي او خپل هېواد ته راشي او خپل هېواد په خپلو سترګو وکوري او قضاوت وکړي او په خپل قلم هر څه ولیکي او بیان یې کړي. د کمېسیون په اړه هڅې روانې دي.»

تر دې وړاندې له افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمېسیون جوړ شوی چې سلګونه کسان یې له لارې بیرته هېواد ته راستانه شوي دي.