د نفتو استخراج ۱۳۵۰ټنو ته لوړ شوی

د نفتو استخراج ۱۳۵۰ټنو ته لوړ شوی


  • 10 مياشتي دمخه (28/02/2024)
  • سمسور نیوز
  • 729

 

د کانونو او پټرولیم وزارت مسوولین وايي، په امو نفتي حوزه کې د شپږو نویو څاه ګانو په کیندلو او فعالېدو سره د نفتو د استخراج ورځنۍ کچه۱۳۵۰ ټنو ته لوړه شوې ده.

د یاد وزارت ویاند همایون افغان پر «ایکس»‌پاڼه لیکلي چې په آمو سیند نفتي حوزه کې د شپږو نویو څاه ګانو په کیندلو او فعالولو سره، د څاه ګانو شمېر ۲۴ ته ورسېد.

د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان دغه‌راز ویلي، په امو سیند نفتي حوزه کې۱۵۰۰ تنه په مستقیم او غیر مستقیم ډول په کار بوخت دي او په راتلونکي کې به د کاري ساحې په پراختیا سره لا ډېر کاري فرصتونه برابر شي.

«د امو سیند نفتي حوزې په مختلفو برخو کې د اوس لپاره دوه بعُدي او درې بعُدي سروې‌ګانې روانې دي. همداراز د نفتي موادو د استخراج لپاره په نویو ذخیرو او ودانیو هم کار روان دی او عملاً اوس مهال ۱۵سوه کسانو ته په امو سیند حوزه کې د کار زمینه برابره شوې ده.»

د اقتصادي چارو شنونکي وایي، که اسلامي امارت غواړي چې په کور دننه له اقتصادي اړخه په پښو ودریږي، اړتیا ده چې د نفتي توکو تولید ته خورا ډېر پام وکړي.

د اقتصادي چارو شنونکي شفیع‌الله ستومان په دې اړه کلید ته وویل:

«اوس مهال موږ یوازې تیل او یا هغه ټول توکي چې د تیلو په قطار کې راځي، موږ په کور دننه نه‌لرل او یا مو په کمه کچه استخراج درلود. د دغو نفتو تولید به په بازار کې په نفتي توکو مثبت اغیز ولري. نو دغه څاه‌ګانې په اقتصاد هم مثبت اغیز لرلای شي.»

 

د آمو سیند نفتي حوزه د هېواد په شمال سرپُل، جوزجان او فاریاب ولایتونو کې موقعیت لري چې اوسمهال په قشقري بلاک کې ۱۵، په انګوت بلاک کې شپږ او په آق سیند کې درې څاه ګان فعال دي او د استخراج شویو نفتو تصفیه هم د خصوصي سکټور له لوري کېږي.

د کانونو او پټرولیم د چارواکو د معلوماتو له‌مخې، په آمو سیند نفتي حوزه کې د سړکونو، ودانیو او نفتي زېرمو د جوړولو ترڅنګ، په بېلابېلو سیمو کې دوه بُعدي او درې بُعدي سروې هم روانه ده او ټاکل شوې چې د روان میلادي کال تر پایه پورې په قشقري کې ۱۲ څاه ګان، په زمرد سای کې ۸ څاه ګانې، په بازار کمي کې یو څاه او په آق سیند کې دوه څاه ګان وکیندل شي چې په دې سره به د فعالو څاه ګانو شمېر ۴۷ ته لوړ شي او د نفتو ورځنی استخراج به ۳۰۰۰ ټنو ته ورسېږي.