د فلسطین بهرنیو چارو وزیر: داسې حکومت غواړو، چې حماس یې برخه نه وي

د فلسطین بهرنیو چارو وزیر: داسې حکومت غواړو، چې حماس یې برخه نه وي


  • 7 مياشتي دمخه (29/02/2024)
  • سمسور نیوز
  • 300

د فلسطین د بهرنیو چارو وزیر وايي، هېواد یې غواړي، چې له نړۍ سره بشپړ تعامل ولري.

نوموړي په غزه کې روانې جګړې ته په اشارې ویلي، اړتیا ده چې نوي سیاسي اقدامات ترسره شي.

د ریاض المالکي په خبره، په فلسطین کې یو داسې منځلاري حکومت جوړېدو ته اړتیا ده، چې حماس یې برخه نه وي.

المالکي په جینوا کې خبریالانو ته ویلي، اوس مهال د غزې د خلکو ژغورل تر ټولو لومړیتوب لري او په کار ده، چې ملګري ملتونه هم په دې برخه کې اقدامات وکړي.

نوموړي زیاته کړې، که په ایئتلافي حکومت کې حماس  ور شریک شي؛ نو ښايي بیا به له بندیزونو سره مخ شي.

د یادونې ده، چې ریاض المالکي څه موده وړاندې د فلسطین مشر ته خپله استعفا هم ورسپارلې ده.
هغه ویلي، دا استعفا یې په غزه تړانګه له برید او هلته د خلکو له وضعیت سره مستقیمه اړیکه لري