د دوحې تړون څلور کلن شو

د دوحې تړون څلور کلن شو


  • 10 مياشتي دمخه (29/02/2024)
  • 325

د اسلامي امارت او امریکا ترمنځ د دوحې هوکړې تړون نن څلور کلن شو.
دا تړون د ۲۰۲۰ کال فبروري په نهه ویشتمه، د قطر پلازمینې دوحې په الشیراتون هوټل کې د افغانستان لپاره  د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او د اسلامي امارت د رییس الوزرا د اوسني اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر ترمنځ لاسلیک شو.

دا هوکړه د اسلامي امارت او امریکايي چارواکو  ترمنځ د ۱۱ پړاوه خبرو وروسته لاسلیک شوه.

دا مذاکرات په ۲۰۱۸ کال په اکتوبر  کې پیل شوي وو، د ۲۰۲۰ کال د فبروري په ۲۹مه  د دوحې تړون له لاسلیک وروسته پای ته ورسېدل.

یاد تړون څلور برخې درلودې، چې لومړی برخه یې د ا فغانستان خاوره د نورو هېوادونو، په ځانګړي ډول د امریکا پر ضد نه کارول، دویمه برخه یې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو مهال ویش، درېیمه برخه یې د افغانستان له پخواني جمهوري حکومت سره بین الافغاني خبرې او څلورمه برخه یې بیا د بین الافغاني خبرو پر مهال اوربند ته ځانګړې شوې وه.
اسلامي امارت او امریکا دواړو هغه مهال یاد تړون مهم بللی وو او په دغه تړون کې د راغلو ژمنو عملي کېدو ټټر یې وهلی وو.
د یاد تړون له لاسلیک کولو څلور کاله تیریږي؛ خو امریکا او اسلامي امارت  لاهم دواړه یو بل د دغې هوکړې پر نقص تورنوي.