حسن کاظمي: له افغانستان سره پر پوله د دېوال طرحه بشپړه شوه

حسن کاظمي: له افغانستان سره پر پوله د دېوال طرحه بشپړه شوه


  • 10 مياشتي دمخه (29/02/2024)
  • سمسور نیوز
  • 329

 

د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي او په کابل کې د دغه هېواد سفیر حسن کاظمی قمي ویلي، چې له افغانستان سره پر پوله د دېوال جوړولو لومړنۍ طرحې بشپړې شوې دي.

هغه له ایسنا خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي چې د دېوال د جوړولو پرېکړه یوازې ایران ته د غیرقانوني کډوالو د ننوتلو،  انساني قاچاق د مخنیوی او نشه يي توکو سره د مبارزې لپاره نه ده ؛ بلکې د هغه په وینا ،  د ترهګریزو عناصرو د مهارولو لپاره ترسره کیږي چې اوس مهال دا هیواد ورسره مخ دی.

نوموړي ویلي، افغانستان او ایران د سرحدونو له وېشلو سره مخ نه دي؛ بلکې دوی د هغو ترهګریزو ډلو له ګواښ سره مخ دي، چې د سترو قدرتونو له ملاتړه برخمنې دي.

قمي دغه راز د هلمند په سیند کې د حقابې د ورکړې په اړه هم هیله څرګنده کړې؛ خو زیاته کړې یې ده، چې له افغان چارواکو سره د دوی خبرو د پام وړ پایله نه ده ورکړې.
د افغانستان لپاره د ایران ځانګړی استازی په داسې حال کې یادې څرګندونې کوي، چې  څه موده وړاندې د اسلامي امارت ویاند د ایران دې چارې ته په غبرګون کې ویلي وو، چې له افغانستان سره په سرحداتو کې هر ډول اقدامات باید له اسلامي امارت سره په تفاهم ترسره شي.