د پیوند پټان پر غزل څو خبرې

د پیوند پټان پر غزل څو خبرې


  • 10 مياشتي دمخه (01/03/2024)
  • کامران احمدزی
  • 675

پښتانه وايي:

خاطر دې ډېر راباندې ګران دی

تلې مې سوځي په غرمو ولاړه یمه

 

زه او پیوند پټان ډېر نه یو سره مخ شوي او که مخ شوي یوو هم؛ نو وخت به منډې وهلې.

دی په همدا کم دیدار کې هم زړه ته داسې راتېر شوی، لکه د کلونو ملګری.

زه شاید د ویلو او لیکلو سړی نه یم؛ خو  لوست او اوریدل بیا زیاات خوند راکوي.

ملګري د پټان پر غزل د کتنې لپاره راټول شوي وو؛ خو ما د زیاتو بوختیاوو له کبله پکې ګډون ونه شو کړی.

بښنه ورنه غواړم؛ خو د مینې لپاره مې یې پر غزل ځینې کرښې تورې کړې.

 

خبرې رانه اوږدې نه شي.

زه خوښ شوم، چې د پټان پر شاعرۍ کره کتنه کېږي او پټان ته هیله لرم، چې له دې ادرسه زیااته زده کړه وکړي او راتلونکې کې داسې یو انسان ورنه جوړ شي، چې د پښتو ادب له ګرد وهلو پاڼو ګردونه څنډ وهي.

دا به سخته وي، چې موږ د کره کتنې حق ځانته ورکړو؛ ځکه لاهم په هغه سټیج کې نه یوو، خو که اجازه مو وي، زه به یوازې خپل نظریات ورسره شریک او په بیتونو به یې ځینې خبرې وکړم.

 

د غزل لومړی بیت یې خوندور دی؛ خو که غور پرې وشي، نو تر دې هم ډېر خوندور کېدی شي.

 

زه پوهېږمه څوک نه مري، له چا وروسته

ګوره نه مې شوه ساه بنده له تا وروسته

 

دلته شاعر خپلې هغې محبوبې ته پیغام ورکوي، چې په خپل تګ یې د خپل لالي مرګ لیده؛ خو اوس چې دا تللې، نو مئین یې لاهم ساه اخلي.

د همدې بیت په اروا پوهنیز اړخ که خبرې وشي، نو شاعر په کې انفرادیت ته ورغلی.

 د انسان په ذهن کې د انفرادیت نظریه انانیت راپاروي، چې ډېر کله دا د یو لویدلي انسان د بیا راپورته کېدو لپاره ډېره ښه ده.

انفرادیت که څه هم په عامه مانا ذات کې نیمګړوتیاوې لري؛ خو کله چې په نننۍ عصر کې د انساني پرمختګ په اړه بحث کوو؛ نو د انفرادیت خواته تلل په کې د منل کېدوونکي شخصیت پر لور ګام اخیستل دي.

 

هو؛ 

که له دې اړخ یې راووځو او د شعر روان والي ته یې راشو؛ نو بیا ځینې ستونزې لري.

په دویمه نیم بیته کې ګورو!

 

ګوره نه مې شوه ساه بنده له تا وروسته

 

دلته د « ګوره» کیلمه دوه مفهمونه تداعي کوي؛ چې لومړی یې د کتلو او دویم یې د فکر کولو دی؛ خو د شاعر مفهوم ورنه لومړی دی، چې تللې محبوبې ته خپل اوسنی غوره حالت ښيي، چې تر پخوا یې زیات بدلون موندلی؛ مګر دا خبره تر دې هم په اسانه کېدلی شوی.

موږ ګوره کلیمه په عامه محاوره کې ځینې وخت د فکر کولو لپاره هم کاروو.

مثلا: ګوره، زما هغه امانت هیر نه کړې.

دلته د ویونکي مطلب دا نه دی، چې ماته وګوره؛ بلکې هدف یې د ده د امانت په نه هېرېدو ټینګار دی او مخاطب ته وايي، چې فکري تمرکز دې خطا نشي.

زما په نظر که دا نیمه بیته داسې لیکل شوې وی، نو هم به اسانه وه او هم به یې د یوې کلیمې همغه یو مفهوم ورکوو، کوم چې ترې د شاعر مراد دی.

زه پوهېږمه څوک نه مري، له چا وروسته

ګورې! ساه مې بنده نه شوه، له تا وروسته

په « ګورې» کلیمه کې د محب او محبوب ترمنځ د مکالمې په جریان کې « ساه» د بحث وړ موضوع راځي، چې دواړه پرې خبره کوي؛ خو دا مفهوم بیا د « ګوره» کلیمې په راوړلو سره په درست ډول نه افاده کېږي.

شاید زه به غلت وم؛ خو دا مې نظر وو.

که پورته بیت کې په خوږلنۍ خبرې وشي؛ نو ښايي زما خبرې اوږدې او پر تاسې درنې شي، نو ښه ده، چې بل بیت ته یې ورشو.

 

ستا د سترګو  صفتو  يو  عمر  ونیو 

ستایم څنګه به دې نوره ښکلا وروسته؟

 

 

سیګمن فرویډ وايي، مینه د انسان یوه اساسي اړتیا ده او دا اړتیا ورسره له پیدایښته مل شوې او تر هر ډول جنسي اړیکه پورې، چې دی یې غواړي.

ماته په دې بیت کې د فرویډ همدا خبره رایادیږي؛ خو تر فرویډ هم په ډېر شدت شوې؛ ځکه هغه مینه له پیدایښت تر جنسي اړیکې او د مرګ تر دوام پورې یادوې؛ خو دلته پټان یوازې د خپلې محبوبې د سترګو مینې او د دې توصیف ته یو عمر وقف کړی دی.

زه غواړم دلته د هګل یوه خبره هم وکړم:

هګل وايي، د هیڅ شي لپاره یو مشخص تعریف نه شي پیدا کېدی.

دی وايي، داسې څوک نشته چې ماته کاغذ تعریف کړي.

د هګل  په باور، سپین، پوست، نرم، اوږد، پلن او ګڼ نور تعریفونه ټول هغه صفات چې د نړۍ زرګونو شیانو کې یې وینو او په زرګونو شیانو اطلاق کېدلی شي.

که د هګل همدا خبره او د ملګري پټان پورته بیت وشنو؛ نو داسې مالومیږي، چې موږ سره د عینیاتو علم بيخي کم او په نشت حساب دی.

نو د دې لپاره، چې ځینې شیان ښه وپېژنو او ښه یې توصیف کړو اړتیا ده، چې یو عمر ورته وقف کړو او بیا خو چې په کچه ځوانۍ کې د خپلې محبوبا سترګې توصیفوې؛ نو خود به د پټان په څېر یو عمر درنه غواړي.

هو؛

دا خبره شاید د ډېرو شاعرانو او مئینو لپاره صدق ونه کړي او د خپل یار سترګې ډېرې ژر تعریف کړي؛ خو برداشت مختلف دی.

د استاد پسرلي خبره ده:

یو که راته ښه وايي؛ نو سل به مې مرتد ګڼي

هر سړی په بیله لاره ځي، زه به د چا منم

 

له ښکلایز اړخه که د پورته بیت په اړه خبره کوو، نو د « صفتو» کیلمه په غوږونو ښه نه لګېږي؛ خو بیا هم پدې ۱۲ سیلابه غزل کې یوې نیم بیتې کې د څلورو داسې کلیمو راوړل، چې په « واو» ختمې شوې وي، بیت ته څه ناڅه ښکلا وربښي.

 

بد خوبونه مې ټول ځکه حقیقت شول

وو يو چا ته تعریف کړي دریا وروسته 

 

موږ یوه ډېره پخوانۍ خبره لرو، چې انسان باید خپل زیات خوبونه سیند ته ووايي، یا هغه خوب چې نه غواړي، نورو ته یې ووايي او تعبیر یې واخلي، باید سیند ته یې ووايي.

دلته عام تصور دا دی، چې تر ډېره بده خوبونه سیندونو ته ویل کېږي.

شاعر دلته یوې ډېرې پخوانی او بسیطې خبرې ته یو نوی رنګ ورکړی دی.

موږ چې کله نه غواړو، کومه خبره مو تر نورو ورسیږي یا نور یې واوري؛ نو لنډه خبره ورته دا کوو، چې نن سبا دیوالونه هم غوږونه لري.

د خوب په اړه یو حدیث هم همداسې دی، چې مانا پسې ځي او که بده مانا ورکړل شوه، نو ښايي همغه بد ډول راووځي.

که په خوب وغږېږو، کیسه بلې خواته ځي؛ خو دلته د انسان د ګمان خبره هم ده.

الله تعال وايي، زه خپل انسان ته زما په اړه د هغه د ګمان پر اساس ور رسېږم.

موږ چې کله د بد خوب تعبیر بد وکړو، نو فکر کوو، چې همدا څه پېښېدونکي دي؛ خو دلته خبره په پورته بیت کې د دریا له خولې له نورو سره د شاعر د راز شرېکدو کې ده، چې یو څه نوې ده.

بیت کې دودیزه خبره په نوې بڼه په ډېر ښه شکل را اخیستل شوې؛ خو که دویمه نیم بیته کې یې پیل د « وو» پر ځای؛ خپله په « تعریف» وشي؛ نو لابه ښه شي.

 

لکه:

بد خوبونه مې ټول ځکه حقیقت شول

تعریف کړي وو، یو چاته دریا وروسته

 

بل بیت ته راځو:

ښه و! ژوند هم په دنیا کې داسې و چې 

په عمرونو ژړېدو له خندا وروسته

زه نه پوهېږم، چې په دې بیت کې به پټان په شعوري که غیر شعوري ډول دا خبره کړې وې؛ خو دومره پخه خبره ده، چې ښايي په څو ورقو کې راځایه نشي.

بیا هم وایم، برداشتونه مختلف دي او د غونډې ټول ګډونوال ښايي له دغه بیته بیل بیل هدفونه ولري؛ خو زه به لږ په بیت کې له ژونده د شکایت پر ځای پر ټولنه د شاعر ګډون ته ورتم شم.

دلته په دویمه نیم بیته کې د « ژړېدو» او «ژړېدم» خبره ده.

پښتانه وايي:

که ته وایې، چې زه یم او زه وایم، چې زه یم

نه به ته یې، نه به زه یم

که ته وایې، چې ته یې او زه وایم، چې ته یې

 

هم به ته یې، هم به زه یم

 

یا هغه د الفت صیب خبره؛ 

نه ښايي انسان ته چې د بل په غم غمجن نه شي

لویه بدبختي ده، چې څوک نه ژاړي له چا سره

داسې بې غمي دي خدای په هیڅ کور کې پیدا نه کړي

یو کور کې چې غم وي او بل خاندي له لیلا سره

 

لویناس وايي؛ کله چې انسان په « زه» کې وو، نو هغه یوازې په خپلې تنهايي کې رامحدود دی؛ خو کله چې د « بل» غم ورسره شو؛ نو هغه نامحدود او لایتناهي شي.

په پورته شعر کې پټان همداسې شاعر دی، چې د ټولو درد یې خپل درد ګڼلی او ځان یې هیڅ تر ځان نه دی محدود کړی.

په دې بیت کې د پښتون د ژوند لویه تراژیدي هم پرته ده، چې ژوند یوازې یو ځل د خندا فرصت ورکړي او بیا یې ټول عمر ژړوي.

که څه هم په دغه بیا خبرې زیاتې کېدی شي؛ خو د اوس لپآره همدومره بس دی.

بل بیت ته راځو:

ګوره! مه ځه ستا خالي ځای مې په زړه کې 

ډکولای نه شي ټوله دنیا وروسته

 

پښتانه وايي:

زړه مې هغه و، چې تا یوړ

ګلاب خو نه دی، چې به نور نیسي ګلونه

د شوپنهاور خبره ده، کله چې یوازې د ژوند مطرحې برخې په نظر کې ونیسو، نو وبه وینو چې ټول ژوند تراژیدي ده.

د شوپنهاور د همدې نظریې پر اساس؛ پر یاد بیت له دوه اړخه خبرې کېدی شي.

لومړی دا، چې شاعر دلته د ژوند جز، جز ګام په ګام نه دی څېړلی؛ بلکې یوه وړه برخه یې کلي کړې او دویم دا، چې شاعر دلته خپلې محبوبا ته دومره ارزښت ورکړی، چې ټول ژوند یې د هغې پښو ته راغورځولی.

د حضرت رحمان بابا خبره ده:

معشوقې د عاشقانو دین ایمان دی

زه به چالره خپل دین ایمان ورنه کړم

که مې یو ځلې ستا زلفې په لاس راغلې

یو ویښته به دې په درست جهان ورنه کړم

دلته که رحمان بابا، د معشوقې یو ویښته په درست جهان نه ورکوي؛ نو د پټان د زړه دونیا د شهۍ له تګ وروسته، ټوله دنیا نشي ډکولای.

زه خپله د ځان په اذیت اخته بنده یم او اوس په داسې یو حال کې یم، چې اذیت راته تر هرڅه زیات خوند راکوي؛ خو زما په نظر دا هیڅ ښه کار نه دی، چې موږ ټول ژوند د یو داسې چا سترګو ته تېر کړو، چې هغه زموږ پروا هیڅ نه ساتي.

په پورته بیت کې وینو، چې شاعر مظلوم دی او خپلې معشوقې ته عذر کوي، چې ورنه لاړه نه شي؛ خو ممکن د خوشال دا خبره یې هیره وي چې:

‏چې په تا پورې يې زړه نه وي تړلی

‏په هغه پورې زړه څه لره تړې

زه نه غواړم، چې مینه نقد کړم؛ خو دلته یې هغه بڼه ردوم، چې یو انسان په کې مظلوم او بل په کې ظالم شي؛ ځکه دا بیا مینه نه پاتې کېږي.

په هر حال؛ بیت په ټول غزل کې بیت الغزل بیت هم ګڼلی شو.

 

 وروستي بیت ته ورګرځو:

 

پيوند نه شولې شلېدلې رابطې مو

پر موږ رانغلو سبا له بیګاه وروسته

دلته بیا هم د لویناس همغه خبره ده، چې شاعر د « زه» پر ځای؛ پر « موږ» راګډ شوی او فکر یې د ځان پرځای پر ټولنه ور ټول دی.

خو ناهیلي هم په کې له ورایه ښکاري.

 

ماته یې د حمزه بابا بیت را یاد کړ:

 

تا چې سبا وکړ، سبا نه راځي

راشي په هر چا، خو په ما نه راځي

 

په ټوله کې یې غزل عالی او له خونده ډک وو، خو بیا هم همغه تکرار خبره کوم، چې لا خواري به یې لا ښه شاعر کړي.

زه نه غواړم، خپلې خبرې اوږدې نورې اوږدې کړم.

پټان ته د ښې شاعرۍ هیله لرم او د افغان ادبي بهیر له ټولو ملګرو مننه، چې د ادب لپاره یې هڅې روانې دي.

زما هیله ده دا ده، چې پټان یو وخت د پښتو ادب په سر لارو شاعرانو کې راشي.

خدای دې وکړي چې زما په خبرو یې خاطر دروند شوی نه وي.

درنښت