سرپرست حکومت: د ریچارډ بنټ راپور بې اساسه دی

سرپرست حکومت: د ریچارډ بنټ راپور بې اساسه دی


  • 9 مياشتي دمخه (02/03/2024)
  • سمسور نیوز
  • 295

 

اسلامي امارت په افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي راپور بې اساسه وباله.
ذبیح الله مجاهد پرخپله ایکس پاڼه لیکلي، چې د ریچارډ بنټ راپور د اسلامي امارت پر وړاندې د پروپاګند کولو هڅه ده.
مجاهد لیکلي، د پخوا په نسبت ټول افغانان، ښځې او نارینه، مالي، روحي او فزیکي مصونیت لري او هیڅوک د چا په حق تېری نه شي کولای.
نوموړي زیاته کړې، د افغانستان هر وګړی د خپلو شرعي حقوقو خاوند دی او په امن کې ژوند کوي.
وړمه ورځ د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنټ په خپل راپور کې ویلی وو، چې په افغانستان کې بشري حقونه تر پښو لاندې شوي او ښځې نورې هم څنډې ته شوې دي.