خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدين عزيزي، د يوه پلاوي په مشرۍ ترکمنستان ته سفر وکړ.
له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې نوموړی به هلته د ترکمن - افغان تجارتي لومړني کنفرانس پرانيسته کې ګډون وکړي.
خبرپاڼه کې، د افغانستان محصولاتو او توليدي توکو نندارتون، د افغانستان او ترکمنستان د خصوصي سکتورونو دوه اړخيزه غونډه،د اقتصادي اړيکو د ودې او پراختيا لپاره د حکومتي دوه اړخيزې غونډې او د دواړو هېوادونو د تجارت او ټرانزیټ پرمختيا، د ياد پلاوي د سفر موخې ښودل شوې دي.
نوموړی په داسې حال کې سفر کوي، چې تازه له هېواد څخه د بهرنیو چارو سرپرست وزیر هم راستون شوی دی.
هغه په خپل څو ورځني سفر کې د یاد هېواد له بیلابیلو چارواکو سره کتلي او د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا یې خبرې کړي.
نوموړي تر راستنېدو وروسته ویلي، چې ترکمنستان ته یې سفر بریالی او له لاسته راوړنو ډک وو.