ایاز صادق د پاکستان پارلمان مشر وټاکل شو

ایاز صادق د پاکستان پارلمان مشر وټاکل شو


  • 10 مياشتي دمخه (02/03/2024)
  • سمسور نیوز
  • 430

د پاکستان د ټاکنو کړکېچ پر دوام؛ د مسلم لیګ‌ن ګوند غړی، ایاز صادق د یاد هېواد د پارلمان رییس وټاکل شو.
نوموړی تېره ورځ د پاکستان د ملي جرګې د غړیو د رایو په اکثریت غوره شوی دی.

بل لورته د پاکستان په ملي جرګه کې د عمران په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند پلوي غړو د صادق له ټاکل کېدو سره مخالفت څرګند کړی او ویلي یې دي، چې د فبروري اتمې نېټې ټاکنو کې پراخه درغلي شوې ده.

دوی ویلي، د تحریک انصاف ګوند ګڼې څوکۍ د پاکستان حکومت ورنه غلا کړې او د دوی د نوماندانو پرځای یې بل څوک راوستي دي.

بل لورته د پارلمان نوي رییس په خپله لومړۍ وینا کې پر حکومت او اپوزیسون غږ کړی، چې لاسونه سره ورکړي.
د یادونې ده چې د فبروري اتمې نېټې ټآکنو کې د پراخو درغلیو راپورنه خپاره شول.
که څه هم ظاهرآ د عمران خان ګوند د ټاکنو ګټوونکی ښکارېده؛ خو په پایله کې هیڅ ګوند هم غوڅ اکثریت پوره نه کړ.