ټېسټ کې له بدې ماتې وروسته؛ افغان کرکټ بورډ د ایرلنډ خلاف یو ورځنیو سیالیو ته لوبډله اعلان کړه

ټېسټ کې له بدې ماتې وروسته؛ افغان کرکټ بورډ د ایرلنډ خلاف یو ورځنیو سیالیو ته لوبډله اعلان کړه


  • 4 مياشتي دمخه (02/03/2024)
  • سمسور نیوز
  • 551

په ټېسټ لوبه کې د ایرلنډ له لوري افغان لوبډلې ته ترسختې ماتې وروسته؛ افغان کرکټ بورډ له یاد هېواد سره د یو ورځنیو سیالیو لپاره لوبډله اعلان کړه.
په دې لوبډله کې د لومړي ځل لپاره یو شمېر ځوانو لوبغاړو ته چانس ورکړل شوی.
الله محمد غضنفر، بلال سمیع، او ننګیالی خروټی هغه لوبغاړي دي چې په لومړي ځل ملي لوبډلې ته غوره شوي دي.

دغه راز په لوبډله کې ریاض حسن ته هم ځای ورکړل شو؛ خو بیا هم په لوبډله کې راشد خان او مجیب الرحمن نشته.

بل لورته د ټولنیزو رسنیو یو شمېر افغان کاروونکو د ایرلنډ خلاف د افغان لوبډلې د ترکیب په تړاو په کرکټ بورډ توندې نیوکې کړې او  ویلي یې دي، چې په لوبډله کې استعداد په نظر کې نه دی نیول شوی.

په همدې حال کې پخواني لوبډل مشر اصغر افغان هم دا ماته خواشینونکې بللې او له حکومت یې غوښتي چې کرکټ ته جدي پام وکړي.

د یادونې ده چې افغان لوبډلې تر دې وړاندې له سریلانکا څخه هم په شپږو سیالیو کې ماتې وخوړه.