بلخ کې د ولسوالیو مواصلاتي لارې تړل شوې

بلخ کې د ولسوالیو مواصلاتي لارې تړل شوې


  • 10 مياشتي دمخه (02/03/2024)
  • سمسور نیوز
  • 375

بلخ کې د زیاتو  ورښتونو له کبله د ۶ ولسوالیو مواصلاتي لارو تر تړل کېدو وروسته؛ د یادو ولسوالیو اوسېدونکو او د هغوی حیواناتو لپاره خوراکي توکي ورسول شول.
د بلخ د والي ویاند حاجي زید  پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې د البرز، شولګره، کشندي، زاري، مارمل او چهارکنت ولسوالیو مواصلاتي لارې تړل شوې او د خلاصون هڅې یې روانې دي.

نوموړی وايي، د ولایتي مسوولینو له لوري د یادو ولسوالیو د خلکو او د هغوی د څارویو لپاره بېلابېل خوراکي توکي رسول شوي او لاهم په هڅه کې دي، چې خلکو ته اړین مواد ور ورسوي.

د زید په خبره، د یو شمېر مواصلاتي لارو د خلاصون چارې پیل شوې او تمه شته، چې ژر تر ژره پرانیستل شي.

د یادونې ده چې په هېواد کې د وروستیو واورو له کبله ګڼ شمېر مواصلاتي لارې تړل شوې دي.