له کیمیاويي سرو بار؛  برېتانوي روبي مار کښتۍ په بشپړ ډول ډوبه شوه

له کیمیاويي سرو بار؛ برېتانوي روبي مار کښتۍ په بشپړ ډول ډوبه شوه


  • 10 مياشتي دمخه (03/03/2024)
  • سمسور نیوز
  • 306

د برېټانیا روبي مار بېړۍ په سور سمندرګي کې په بشپړ ډول ډوبه شوې ده.
یاده بېړۍ دوه اوونۍ وړاندې د یمن حوثیانو ویشتې وه.
د امریکا پوځ خبرداری ورکړی، چې د یادې بېړۍ ډوبېدل به د سیمې چاپیریال لپاره ناوړه پایلې ولرې.

دا لومړنۍ بېړۍ ده، چې په بشپړ ډول ډوبیږي.

یادې بېړۍ کې کیمیاوي سره بار وه.
د یادونې ده، چې پر غزې د اسرائیلو له بریدو وروسته؛ حوثیانو په عرب سمندر؛ سور سمندرګي او عدن خلیج کې د امریکا او برېټانیې پر سوداګریزو کښتیو بریدونه زیات کړي دي.