د شعر انډول دا نه دی، چې کلمات او مانا دې هېڅ تړاو سره و نه لري؛ بلکې دا دی چې کلمات، باید مانا ته محتاج کړو، ځکه د شعر باطني خصلت همدې ته اړتیا لري او دا هغه شی دی چې مضمون لطیف کوي. د مسرو ترمنځه همدغه تسلسل او انډول، ابهام نه پیدا کوي؛ بلکې ابهام هغه وخت زیږي چې دا اصول پکې نه وې ساتل شوي. د ځانه د یوې مانا ارایه کول ابهام نه دی؛ ابهام هغه وخت پیدا کیږي چې د مسرو ترمنځ خواص، وجه او تسلسل نه وي، موجود شوی. کله چې خواص سره موازي شي، نو نوښت پنځول کیږي. د مثال په توګه لاندې بیتونو ته ځیر شئ:
زموږ په محرومو سترګو شپه راولي
سیوري چې غیږې یو پربل غوړوي
بیـا مـې په زړه باندې تیارې راغلې
څـوک په هنداره کې وربل غـوړوي
( استاد محمد صدیق پسرلی)
په پورتنیو بیتونو کې د (شپه ) او (سیوري) ترمنځ د توروالي وجه ده، چې په یوه نوې بڼه باندې ورسره تناسب لري. کله چې سیوري راشي، نو تیارې ضروري راځي. دا چې مطلق تناسب نه دي، خو د تور والي وجهه یې سره شته.
مګر دوهمه مسره کې ( تیارې) او (اوربل) سره متناسبې کلمې دي. د دغو( تیارو) او (اوربل ) تناسب ډیر پخوانی دی، چې په کلاسیکه شاعرۍ کې یې ژوندي مثالونه لرو.
کومه شاعري چې سلاست او رواني نه لري، سندریزه نه شي کیدای. ځینې ملګري وایي چې: یاره ساده شاعري ډېره روانه لوستل کیږي. خبره به ساده توب کې نه ده. تاسې په ساده و خلکو ریشخند وهئ؛ نو په شاعري کې د ساده توب معیار به څه ارزښت ولري؟ اصل کې دوی چې څه شي ته ساده وایي، هغه د رحمان بابا، کاروان صیب او د درویش دراني شاعرۍ دي. دغه شاعري خو ساده نه دي؛ بلکي بلیغې او فصحې شاعرۍ دي او رحمان بابا ته خو د سهل ممتنع مقام، هم ورکړل شوی دی. مګر د سلاست او موسیقۍ معیار دا نه دی، چې یوازي دې عام فهمه مانا ولري. سلاست او موسیقي هغه وخت په غزل کې را تلای شي چې د مسرو ترمنځ مانیز تړاو ته متوجې شو او یا د داسې کلمو، د استعمال قدرت ولرو چې ضعف تالیف ونه لري. د مثال په توګه: اشرف خان هجري د میرزاخان انصاري په ستاینه کې ویلي دي:
تـکـلف پــه داکـې نشــته بـاور وکـــړه
په دا فن کې یې ګوی وړی له یو هر دی
(اشرف خان هجري)
په پورته بیت کې د ژبې او محاورې جوړښت تغیر کړی دی. په ځای ددې چې لیکل شوي وای (هر یو دی.) نو( یو هر دی) لیکل شوي دي. چې په معاني کې ورته د قیاس مخالفت وایي او همدې د سلاست او موسیقي مخه ډب کړې ده او په بیت کې یې ضعف تالیف رامنځته کړی دی. دا چې پورتنۍ کلمې سره ناانډوله دي، نو موسیقي او سلاست مخه همدې ډب کړې ده. سلاست او رواني د سادګۍ معیار نه دی؛ بلکې د فطريتوب معیار دی.
دوی هغه شاعري ښيي چې د پردې تر شا دې هېچ ونه لري، مګر داسې نه ده؛ ښه شاعري یا ښه غزل هغه دی چې نفسیاتي علتونه مو راڅرګند کړي، د نازک اشاریت نوم وي، د حسن نازکي راڅرګنده کړي، د عشق نازک احساس مو انځور کړی وي، جذبه پکې په وجد راغلې وي ... نو په دې وجه ډاکتر سید عبدالله به شاعر ته ((صاحب جذب، جنون)) وایه.
سلاست د ساده شاعري معیار نه دی. د سلاست معیار: صیقل شوې کلمې دي، د لفظ او مانا اړیکه ده، د انډول شویو کلمو راوړل دي، همدا موسیقي ده او په کلام کې همدا شی موسیقي راولي.
د لفظ او مانا ترمنځ د ادیبانو مخالفت شته، څوک یې لفظ تر مانا مهم بولي او څوک مانا ته ترجع ورکوي، خو زموږ بحث د لفظ او مانا اړیکې دي. په شاعرۍ کې: (د ابن رشید د وینا مفهوم دی) لفظ جسم دی او مانا یې روح ده، چې په دې ډول دغه دوه نه سره بیلیږي. دغه جګړه په ادبي مکتبونو کې هم، شتون درلود. سمبلیزم ادبي مکتب انځور او شکل ته ډېره توجو کړې وه. ددې پر خلاف رومانتیک مکتب بیا ترلفظ مانا ته ارزښت ورکاوه او ویل به یې چې هر هغه عبارت سم دی، چې مانا یې سمه وي، مګر ریالیزم بیا مضمون ته توجو وکړه او د شکل له اهمیته یې هم مخ نه دی اړولی.
په اوسنۍ شاعرۍ کې تناسب او مانیز تړاو په یوه نوې بڼه راڅرګند شوی دی. د مثال په توګه: که پخوا خال ستایل کیده یا راوستل کیده، نو یا به له ستورو، زخم، غاټول ... او نورو سره یې تناسب ورکا وه او په دې ډول به یې د شعر تخیلي جوړښت غښتلی کېده. مګر په اوسنۍ دور کې همداغه لطافت یو څه غښتلی شوی دی او په یو نوي شکل متعارف شوی دی. ددې پیدا کول یو څه ځیرکي غواړي.ځینې شیان یا نومونه د ظاهري شکل له مخې سره یو څه تړاو لري.
موږ د مطلق تناسب خبره نه کوو. د کلاسیک سره مو توپیر په همدې کې دی چې په اوسني دور کې هر شی په مطلق یا په کلي توګه د بل شي سره نه مشابه کوو؛ بلکې په خپله یو وییکي ته تناسب ورکوو، مثلاً : په پخوانیو شاعریو کې سمبول د قرارداد په بڼه را وستل کیده، مګر په اوسني پیر کې هره کلمه سمبولیکه کیدای شي، یا هر سمبول په څو مدلولونو واقع کېدای شي. د مثال په توګه د سالک صیب په دغه بیت کې:
دداغونو مې څه شمار دی
چـې جامه یې زر زري ده
(مصطفی سالک)
په پورتني بیت کې داغونه د زري جامو سره تناسب لري. په دې وجه زري جامه خالداره وي. یا د خالونو په څېر وي او په کلاسیکه شاعرۍ کې داغونه له خال سره مطلق تناسب لري، مګر په پورتني بیت کې مطلق شباهت نه شته. د یوې متقاطع زاویې په واسطه ورسره اړیکه پیدا شوې ده. یا د سالک صیب په دې بیت کې:
چې یارنه څوک دخالونو پریږدي
دا شین اسمان له سړي مخ واړوي
(مصطفی سالک)
چې په کلاسیکه شاعرۍ کې همدغه خال د داغ سره شیدا داسې راوستلی دی:
دلاله غوندې مې داغ دبدن جز دی
درته چاوې چې زما د سوز دوا کړه
(کاظم خان شیدا)
د نه مانیز تړاو او د کلمو نه انډول یا د تناسب نه شتون د بیت په داخلي جوړښت کې ابهام داسې را ولاړوي، لکه په تیارې کې چې ستنه درنه ورکه شي. یا په خړ سیلاب کې چې د ځمکې تل نه ښکاري. د مثال په توګه د رحمت الله حکیمي دا بیت ګورو:
یوه شــیبه چې مینه او رڼا غاړه غړۍ وي
هـغه دم به ښکلا او پکتیکا غاړه غړۍ وي
(رحمت الله حکیمي)
په پورتني بیت کې مینه او رڼا متناسبه خبره نه ده؛ بلکې که مینه او ښکلا غاړه غړۍ وای، نو له یوې مخې به يو څه تناسب پیدا شوای وای او بل به د بیت مانیز جوړښت غښتلی شوی وای. تاسې د مرحوم پسرلي صیب دا بیت، نه دی اوریدلی؟ چې وایي:
حســـن بــه ساه وبـولو جند یې مــینه
ښایست وي پټ خو کړي څرګند یې مینه
(محمد صدیق پسرلی)
د پسرلي صیب شعر د مانیز تسلسل په لحاظ څومره غني او دقیق دی، مګر حکیمي صیب یو ابهام رامنځته کړی دی او دوهمه مسره خو یې هیڅ تړاو ورسره نه لري.
د شعر په مانیز تسلسل کې د مضمون حق ادا کول هم ډېر مهم دي. د مثال په توګه یو مضمون یو شاعر غواړي چې انځور یې کړي؛ مګر هم هغه شان یې حق ادا نه شي کړای. دغه د حق نه ادا کو ونه، د لفظونو سکښت، نا انډوله کلمو پیوند یا د انډول شویو کلمو، نه تناسبتوب دی. د مثال په توګه د اجمل ښکلي دغه بیت چې وایې :
شیبه مــې وشوله چې کور ته مې راورسیدم
بــیرته روان یـمه ســــامان راټــولوم لګیایم
(اجمل ښکلی)
دا مضمون ریاض تسنیم داسې ادا کړی دی:
خـلکو کـډې ګـرځول له مـا نه زده کړئ
پــه اوږو بـاندې مې زوړ د کـور سامان شو
(ریاض تسنیم)
په پورتنیو بیتونو کې د مضمون یوالی یو دی، چې هغه د سرګرداني مضمون دی، مګر د ریاض تسنیم بیت د اجمل ښکلي د بیت څخه زیات فطري راغلی دی. هغه په دي وجه: د ښکلي صیب متناسبې کلمې دوې دي او بله خبره د ( شیبه) او (رسیدلو) انډول د کور او سامان سره، تر( کډه ګرځولو) او ( زوړ) ډېر نا انډوله دی. همدا شان د ریاض تسنیم متناسبې کلمې دری دي. کډه، کور، سامان او د (کډه ګرځولو) او ( زوړ) انډول له متناسبو کلمو سره ډېر جذباتي دی، نسب (رسیدلو) او (شیبه) ته، نو په دې لحاظ ریاض تسنیم په تناسب کې له ښکلي صیب څخه غښتلی او مانیز تړاو یې زیات دی، خو خبره دا هم نه ده چې د ښکلي بیت دې فطري والی ونه لري یا د مانیز تړاو و نه لري. دا دواړه لري، ولې د تسنیم په څېرغښتلي نه دی.