نیمروز کې د کم یابه مرغانو ښکار کوونکي ونیول شول

نیمروز کې د کم یابه مرغانو ښکار کوونکي ونیول شول


  • 10 مياشتي دمخه (03/03/2024)
  • سمسور نیوز
  • 325

په نیمروز ولایت کې هغه ښکار کوونکي نیول شوي چې له څو ورځو راهیسې یې په ټولنیزو رسنیو کې عکسونه ښکته پورته کېدل. 

د یاد ولایت د والي ویاند رحیم الله ساجد پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې دې کسانو په چخانسور ولسوالۍ کې د کوتڼو په نوم کم‌یابه مرغان ښکار کړي وو.  

رحیم الله ډاډ ورکړی چې هېچا ته د الوتونکو د ښکار اجازه نه ورکوي او له مرتکیبینو سره به یې قانوني چلند وشي. 

هغه دا نه دي ویلي چې نیول شوي کسان څوک او شمېر یې څومره دی.

د مرغانو دغه ښکار ته د ټولنیزو رسنیو ګڼو کاروونکو توند غبرګون ښودلی وو او د عاملینو د نیولو غوښتنه یې کړې وه.

که څه هم سرپرست حکومت هېواد کې د کم یابه مرغانو پر ښکار بندیز لګولی؛ خو بیا هم وخت ناوخت یې د نیولو او د قاچاق په اړه راپورونه ورکول کېږي.

د پسرلي موسم په راتګ او د هوا په ګرمېدو سره، د افغانستان غرنیو سیمو ته بېلابېل الوتوونکي مرغان راځي؛ خو بې رحمه ښکار یې د دې لامل کېږي چې افغانستان پرېږدي او نورو ګاونډیو هېوادونو ته ولاړ شي.