نسيم حجازي، د افراط او تفريط ترمنځ، د اعتدال له عينکو!

نسيم حجازي، د افراط او تفريط ترمنځ، د اعتدال له عينکو!


  • 9 مياشتي دمخه (05/03/2024)
  • جواد سعید
  • 361

ادبيات دملتونو په سرنوشتونو کې مهم رول لري او دهر ملت ويښ قلموال دخپلو خلکو غميزې،دودونه،تاريخ،لاسته راوړنې او احساسات د قلم په څوکه انځوروي،برعکس،يو شمير نور  ليکوالان بيا دولس ضميرونه مادياتو ته خم کوي،ترڅو خپل جيبونه ډک کړي.

حجازي هم داسلامي نړۍ دقلموالو دلومړۍ کرښې سړی دی،چې ولسونو ته يې دخپل نادر قلم په څوکه دازادۍ کرښې ويستې دي،ختيځ ولسونه يې د ناول په نازنينو ګوتو د اسلامي تاريخ او ماضي له رنګينيو او ترخو تيارکيو سره تړلي دي.

هو! حجازي به ډير افراطي بولي،او ډير به يې داسلامي مبارزې دفرهنګي برخې قدوه،خو زما په اند حجازي دوه مخه درلودل،يو مخ يې دلاسته راوړنو ؤ،هغه چې دده ليکوالۍ ډيره برخه په همدغې برخې راڅرخي،او دوهم مخ يې دستونزو او تيروتنو دی چې له هغې هم سترګې نه شي پټيدای.

 

نسيم حجازي څوک ؤ؟

 

نسيم حجازي د هندوستان په پنجاب کې په ۱۹۱۴ ميلادي کال کې زيږيدلی دی،او دهند او پاکستان له ویش وروسته د يو مسلمان اسلامي رياست په توګه دی او دده کورنۍ پاکستان ته مهاجر شول.

هغه هيله لرله چې پاکستان کې به يو بيلګه اسلامي  نظام راشي،او ددې پر مټ به بيا نوره اسلامي نړۍ له محکوميته وژغورل شي او دهمدغې موخې په تعقيب يې خپل ټول قلم په جهادي ادبياتو او اسلامي تاريخ راو څرخوه،ترڅو خپلې هيلې ته ورسيږي،هغه هيله چې دده له مرګه وروسته لا هم نده پوره شوې،هغه هيله چې دده دقلم څوکې ورته ډیرې اوښکې توی کړې،خو پای يې يو تريخ خزان و.

حجازي دخپل وخت پياوړی ژورنالست او اديب هم وه،چې دده په وخت کې د حجازي په څير قلموال کم موندل کيده.

نوموړي په اردو ژبه پياوړي ناولونه وپنځول او له هغې وروسته بيا په اردو ادب کې دناول پر اسمان نوي ستوري راوټوکيدل.

د ادب داسمان دا ستوری په ۱۹۹۶ ميلادي کال کې دراولپينډۍ له اسمان څخه راولويده،او دخپلو نيمګړو هيلو او ارمانونو تر بوج لاندې خپل دايمي ځای ته ولاړ!.

 

نسيم حجازي،دافراط د ډګر مخکښ؟

 

حجازي دخپل نااشنا قلم په څوکه دتاريخ ډيرې ترخې تجربې دتلوسې او هيجان په احساساتو اړولي دي،حجازي ځوانانو ته دا پيغام ورکړی دی چې ديرغلګر دښمن په وړاندې زارۍ نتيجه نه ورکوي،بلکې دتورې له خاوند سره به  تورې په ژبه خبرې کيږي.

حجازي مائندو ته وايي چې خپل اولادونه له پيشو ګانو مه ډاروئ،بلکې هغوی ته دزمريانو کيسې وکړئ،ځکه چې دوی دامت راتلونکی دی،هسې نه چې ددښمن په وړاندې بيا ميدان پريږدي او وتښتي.

حجازي دخپل قلم د ښکليو تصويرونو پر مټ ځوانان دتاريخ سبقونو ته ننباسي،او په هغوی باندې دخپلو نيکونو دفتحو ننداره کوي،هغوی له خپل تير برم او مجد څخه خبروي او دحال ځوړتيا ورته دوخت په واټونو انځوروي.

حجازي ځوانانو ته هدف په ګوته کوي او له بې هدفه ژوندانه څخه يې ډاروي.

او بلا اخره حجازي ولسونو ته دامتيت تصور ورکوي،داسې تصور چې يوه برخه يې د غرناطې او قرطبې تر ډګرونو او مسجدونو رسيږي،او دپيرنه غرونه په غرور کې نيسي،بله برخه يې دافریقاء له شماله تيريږي،او ترحبشې دخير امة پيغام رسوي.

په يوه مهال د ناهيد مرستې ته ابن قاسم رابولي او په بل مهال  د اندلس ماتې بيړۍ ته يوسف بن تاشفين ور رسوي.

دهغه په داستانونو کې دامت په ارمانونو پسې غازيان کله اسونه تر سومناته ځغلوي او کله بيا دعباسي خلافت په دفاع کې سرګردانه جلال الدين او طاهر دبغداد له واټونو دبلخ تر کلاګانو رارسوي.

هغه کله دغرناطې په زوال اوښکې تويوي او کله د سومنات په ځمکه دغزني په عروج دغرور زمزمې کوي.

کله دقومي تعصب دنګې ودانۍ نړوي،او پر ځای يې داتفاق محلونه دروي.

حجازي کله دطبعيت پولو ته سر ورښکاره کوي،او دمينې په خوږو کې د بدر بن مغيرة په سندريز غږ دربيعې په زړه کې دمينې خواږه ټکانونه رابيداروي.

کله دمينې او ايثار صفيه دطاهر بن يوسف د ارمانونو لپاره ژوند قربانوي،او دهغه په غيږ کې مري،او کله سعيد دعاتکې په غيږه کې داندلس دلوڼو لپاره ژوند بايلي.

هغه د قومي برترۍ بوتان دعظمت په تورو نړوي،د تاريخ په واټونو يې دماضي د ويجاړيو مجسمې دروي،او اوسني نسل ته ترې دعبرت ليکچرونه ورکوي.

هغه محکومو قومونو ته د زوال لاملونه ورښايي او د ازادۍ په نعمت ورته تبصرې کوي.

هو!حجازي ځکه دوی افراطي بولي چې د واک پرمسند دناستو جابرانو او عياشانو په وړاندې ضميرونه ويښوي،دوی ځکه په حجازي بريد کوي چې هغه قومونه له بې هدفه ژوند څخه ژغوري او هغوی د هدف په لور رهي کوي.

او  دا حتمي ده چې دواک خاوندان به ځکه حجازي افراطي معرفي کوي چې دحجازي دقلم په شتون کې دهغوی دواک لاندې خلک له خوبه بيداريږي.

حجازي ته ځکه واکمنان په غوسه دي چې خپل خلک يې ورسره په جنګ اچولي دي.

همدا ده چې دواکمنانو کرايي ليکوالانو به حجازي افراطي باله،او دا يې حق وه چې حجازي ورټي،ځکه چې هغه له مرګ وروسته هم جوپه جوپه ځوانان په ويښ قيادت ورټولول او دغه کرايي ليکوالانو خپل پايښت په دې کې ليده چې دحجازي دقلم ښکلي توري دافراطيت په تومتونو بدرنګه کړي.

خو دا به ستره تيروتنه وي چې داسې لوي ليکوال دی په افراطيت،جاسوسۍ او کرايتوب تورن شي.

 

نسيم حجازي،د نقد پر ځمکه!

 

که څه هم نسيم حجازي يو ښه قلموال دی او موږ غوندې خلک چې دومره جسارت کوي چې په دغه ستر شخصیت نقد کوي،دا راته یو ډول سپین سترګي ښکاري،خو باور مو وشه چې له ډیره وخته په دې تمه یم چې مشران لیکوالان په دغه ستر شخصیت یوه عادلانه لیکنه وکړي،خو هیڅوک هم دې برخې ته ندي متوجې شوي.

البته یو شمیر خلکو سل پر سله منلی او یو شمیر نورو بیا سل پر سله رد کړی دی.

البته دومره ده چې هيڅوک هم دا نه شي ويلای چې هغه له نقد څخه پورته دی،دا ځکه چې هر انسان او ليکوال مثبت اړخ هم لري او منفي هم،په مثبتو ټکو يې موږ مخکې خبره وکړه،خو منفي يې هم شته چې تر ډيره بريده بايد ومنل شي.

حجازي ځوانان دجهاد تر ډګره بيايي خو،له برياء وروسته ورته لاره نه ښايي چې څه کول پکار دي،د بيلګې په ډول نسيم حجازي په شاهين ناول کې دپوځ افسران دموسی ابن ابي غسان په خوا ورټولوي،هغه ته بشپړ ځواک ورکوي،خو خپله موسی ابن ابي غسان د يو ناکام مدير په توګه معرفي کوي او په پای کې ځان وژنه کوي.

پوښتنه داده چې ولې موسی دبرياليو پوځي افسرانو په مټ بيا هم دنندارچي په توګه ولاړ دی او دغرناطې د ولس له سرنوشت سره لوبې کوي؟په داسې حال کې چې تاريخي روآيتونه وايي چې موسی هڅه کوله چې واک ترګوتو کړي،او اندلسيان له عسويانو سره وجنګوي،خو نسيم حجازي دلته هغه روايت راوړي چې هلته پکې موسی له ډيرې بې وسۍ ځان وژنه کوي.

 

علم اوتمدن دتورې په سیوري کې!

 

نسیم حجازي په خپلو ټولو ناولونه  په جهاد او جګړو را څرخولي دي.

متاسفانه ده د مسلمانانو په لاسته راوړنو کې یوازې دتورې او جګړې برخه بارزه کړې ده،او په یوه لوی اسلامي تمدن یې خاورې اړولي دي،ده په اندلس څلور ټوکه ناولونه لیکلي دي،خو ټول په جګړه را څرخي.

په داسې حال کې چې اندلس دعلومو مرکز ؤ،ټولې اروپا له دې ځایه علوم حاصل کړل.

د تعجب ځای نه دی چې داسلامي نړۍ وتلی قلموال دساینس او پرمختګ په پلازمینه قرطبه دوه کرښې هم نه لیکي؟هغه قرطبه چې دعلمي دبدبې کیسې یې دفرانسې بریتانیا په شمول په ټول غرب کې راغبرګیدې خو حجازي صیب پکې یوازې دماتې او بریا په کیسو مصروف دی.

زه حیران یم چې څنګه دحجازي په څیر یو لیکوال د مسلمانانو د تمدن او علم هغه مرکزونه نه یادوي چې دغرب پاچاهانو به دپوهنتون مشرانو ته زارۍ کولې چې ددوی اولادونه د زدکړو لپاره ومني؟

او دسړي ګیله هغه مهال لاپسې پخه شي چې دنسیم حجازي قلم دجلال الدین خوارزم په ماته غمجن دی،خو د هغه کتابتون په سوځیدا چوپ دی چې مغولو وسوځوه،او یوه اونۍ یې ایرو د دجلۍ اوبه توري اړولې وې.

هغه دطاهر بن یوسف معشوقې ته تم کیږي،خو په بغداد کې د اسلامي تمدن دبدې پای او قیامت لپاره وخت نه لري.

ریښتیا هم چې دسړي ګیله وشي چې داسې ستر لیکوال ولې دڅوارلسو پیړیو کیسه یوازې په توره کې را خلاصه کړې ده؟

ایا ریښتیا هم مسلمانان دومره جنګي او وژونکي خلک ؤ چې په  څوارلسو پیړیو کې یې له وژنو،او سیمو نیونو پرته بل کار ندی کړی؟

نه داسې نه وه،بلکې مسلمانانو یو بیلګه تمدن او فرهنګ تر شاه پریښوده چې ساینس،ریاضي،علم النجوم،الجبر،فلکیات،فلسفه،فقه،حکومتولي او نړیوالې اړیکې یې په بر کې نیولې،خو متأسفانه چې دحجازي صیب په ناولونو کې داسې څه نه ترسترګو کیږي.

 

داخلي نظامونو ته بغاوتونه،د حجازي دناولونو يوه بله ناکامه ځانګړنه!

 

نسيم حجازي په يو شمير ناولونو کې ددې په ځای چې ځوانان تغير او تفاهم ته وهڅوي،هغوی ته دبغاوت انګيزه ورکوي،حجازي په يوسف بن تاشفين ناول کې د داستان اتل سعد بن عبدالمنعم ته ديو باغي کرکټر ورکوي،ددې پر ځای چې هغه دوخت له حاکم معتمد سره دتفاهم لاره ونيسي،دهغه په وړاندې يې دروي،او ځوانانو ته داپيغام ورکوي چې که په ځوانۍ کې مو سرشاره هيلې نه پوره کيدې نو دسعد بن عبدالمنعم لاره ونيسئ.

هغه علماؤ ته هم   دداخلي نظامونو په وړاندې دخلکو پارونې هڅې ورکوي،او همدې يوسف بن تاشفين په ناول کې دغرناطې شيخ ابو جعفر ته دباغيانو دمشر کرکټر ورکوي.

متاسفانه چې دلته نسيم حجازي علماؤ او ځوانانو ته دا تصور نه ورکوي چې دوخت په حاکم معتمد باندې بايد له نورو لارو فشار  راوړل شي،ترڅو داندلس دمسلمانانو غم وخوړل شي،او کټ مټ زموږ دوخت عالم او ځوان ته هم وايي:که چيرته مو واکمن په مزاج برابر نه ؤ،په وړاندې يې ودريږئ،او خلک پاڅون ته وهڅوئ،هغه چې دګډوډۍ پيل دی!.

 

دعشق تياره تصويرونه،په جذابو قالبونو کې!

 

متاسفانه يوه بله ستونزه داده چې نسيم حجازي دخپل هر ناول اتل يو عاشق معرفي کړی دی،په مسلمانه ټولنه کې دحجازي کمکي لوستوال تصور کوي چې هر ځوان بايد دبدر بن مغيره په څير په ربيعه عاشق شي،هر بريالی انسان بايد دطاهر بن يوسف په څير دخپل بخت په اسمان دصفيې او زهرا په نامه مينه ناک ستوري وګوري،هر غازي دې دعبدالواحدپه څير شکنتلا ته دسومنات په دروازو کې تم شي،هر نعيم دې له عذرا او نرګس سره مينه وکړي.

او د هره پيغله دې دعاتکې په څير په سعيد عاشقه شي،په هر حال زه نه وايم چې حجازي بايد دتاريخ په ستړي کونکو پړاونو کې دتلوسې او عشق غزونې نه وای کړې،بلکې زه وايم چې مينه د ژوند او فطرت برخه ده،خو دومره بايد پرې ترکيز ونه شي چې ځوانان ټول دعشق په مرض اخته کړي،دا تصور بايد عام نه شي چې هر ځوان او پيغله بايد حتما معشوقه او جانان ولري.

په هر حال ممکن دا نيوکه سمه نه وي،خو له ماسره په ذهن کې تر ډيره مطرح وه.

البته يو شمير ځایونو کې دداستان او ناول له سبکه وځي،او وچې تاريخي پيښې راوړي ،چې دا کار دلوستونکو په ذهنونو سم اغيز نه کوي،ځکه چې د ناول له خوږ،د تاريخو په هسکو ټيټو ورښکته کيدل ژر ذهن نه شي قبلولای.

 

نسيم حجازي،له تيروتنو سره بې ساری ليکوال!

 

په هر حال ،له دې کمو نيمګړتياو سره نسيم حجازي بلا ډير ښه صفتونه لري،او نده پکار چې دا ستر شخصيت په لويو تومتونو کوچنی کړي،ټول هغه کسان چې په ده نيوکې کوي،که څه هم يو څه يې واقعيت هم لري خو دا معنا نه لري چې دا ستر ليکوال دې په ټوله مانا رد شي.

حجازي له ټولو نيمګړتياو سره،سره دادب په اسمان هغه ځلانده ستوری دی چې ډير لار ورکي يې په خپلو اهدافو ته متوجې کړل،هغه په ادبي برخه کې داسې سبک پريښوده چې ډير پياوړي ليکوالان يې هڅه کوي چې دده په پلونو لاړ شي،خو نه توانيږي،ډير ځوانان يې دخپل تير تاريخ دعروج  او زوال په نندارو بوخت کړل،د ازادۍ قافلو ته يې ډير رجال وروبلل،دامت لوی تصور يې په خپلو لوستوالو کې خپور کړ،ډير يې په مطالعه راوستل،دتاريخ د مطالعې لپاره يې نوې لاره رامنځ ته کړه،او دادب په ځمکه يې دمبتذلو ناولونو او سريالونو تشه ډکه کړه او بلا اخره هغه ډير قلمونه په حرکت راوستل او خلک يې ليکوالان کړل.