د خوست ښار د ښاروالي مسوولان وايي، دغه ولايت کې د زرغون خوست په نوم ميله جوړه شوې چې له مخې به یې په درېیو ورځو کې ۲۰ زره نیالګي نهال شي.
د خوست ښاروال بسمالله بلال ويلي، د نيالګيو د خړوبولو سيستم يې هم منظم کړی او ټينګار کوي چې د نويو نهال کېدونکو نيالګيو سمه ساتنه به کوي.
ټاکل شوې دغه ولایت کې سږ کال د نورو نيالګيو ترڅنګ د تفريحي ځايونو جوړېدو په موخه دوه زره د بېرې نيالګي هم نهال شي.
ياد ولايت کې هر کال د زرغون خوست په نوم ميله جوړېږي چې ځايي خلک یې د اشر په ډول د دغه ښار په بیلابېلو څنډو کې نیالګي نهالوي.