د کوکنارو د بدیل کښت په برابرولو کې د نړیوالې ټولنې د همکارۍ ژمنه

د کوکنارو د بدیل کښت په برابرولو کې د نړیوالې ټولنې د همکارۍ ژمنه


  • 6 مياشتي دمخه (05/03/2024)
  • سمسور نیوز
  • 333

 

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د ملګرو ملتونو د نشه یي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې د د دفتر د پخواني اجرایوي مشر پینو الارچي سره وکتل

له اقتصادي معاونیت څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې  په دې کتنه کې د افغان بزګرانو لپاره د کوکنارو د بدیل کښت د برابرولو په برخه کې د نړیوالې ټولنې د همکاریو پر اړتیا ټینګار وشو.

سرچینه زیاتوي چې په دې کتنه کې دواړو لورو په افغانستان کې د اسلامي امارت له لوري له نشه يي توکو سره د مبارزې او په دې برخه کې د افغانستان او نړیوالې ټولنې د ګډو همکاریو په اړه بحث وکړ.

 پینو الارچي زیاته کړه، دوی په پام کې لري چې په نږدې راتلونکي کې په کابل کې یو نړیوال کنفرانس جوړ کړي او د دغه کنفرانس له لارې به افغان بزګرانو ته د کوکنارو د بدیل کښت په برخه کې نړیوال مالي ملاتړ راجلب کړي.

ملا برادر وايي، اسلامي امارت له تېرو دوه نيمو کلونو راهيسې په افغانستان کې د نشه يي توکو له کښت او قاچاق سره جدي مبارزه کړي او دا مهال يې د توليد او قاچاق کچه صفر ته رسېدلې ده.