د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر وايي، افغان کډوال د پاکستان په ناامنیو کې هېڅ رول نه لري.
د باختر دولتي آژانس د خبرله مخې د ریاست الوزرا سياسي مرستيال د اسيا او ارام سمندر په چارو کې د ملګرو ملتو د عالي کميشنرۍ له مشرې کينکجون سره په کتنه کې وويل، که څه هم په پاکستان کې د افغان کډوالو شتون د پاکستان په ناامنۍ کې هيڅ رول نه لري خو په دغه هېواد کې اوس هم زرګونه افغان کډوال نیول شوي او زنداني شوي دي.
د پاکستان حکومت تېر کال په دغه هېواد کې د ناقانونه افغان کډوالو د ایستلو لپاره ضرب الاجل ټاکلی و او د تېر کال د نومبر له لومړۍ نېټې راهیسې یې له ۵۰۰ زره ډېر کډوال په زوره له دغه هېواده ایستلي او زرګونه نور یې نیولي او زنداني کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې پرون د پاکستان د کراچۍ ښار په زندانونو کې له څلوېښتو ډېر افغان کډوال چې بنديان وو، ازاد او هېواد ته راستانه شول.