په مصر کې د اخوان المسلمین د مشر په ګډون د اتو کسانو په اعدام محکومېدل

په مصر کې د اخوان المسلمین د مشر په ګډون د اتو کسانو په اعدام محکومېدل


  • 10 مياشتي دمخه (05/03/2024)
  • سمسور نیوز
  • 285

 

د مصر یوې محکمې د اخوان المسلمین د مشر محمد بدیع په ګډون ددغې ډلې اته مهم کسان په اعدم محکوم کړي.

د الجزیرې تلویزیون د خبر له مخې یادې ځانګړې محکمې دغه کسان په ۲۰۱۳ کال کې دهغه مهال د ولسمشر محمد مرسي د ملاتړ په تور د لاریونونو کولو، املاکو ته د زیان رسولو او ورانکاریو په ترسره کولو محکوم کړي دي.

د راپورونو له مخې، د مصر یادې محکمې د اخوان المسلمین ډلې مشر محمد بدیع او مرستیال محمود عزت په ګډون اته مشران په اعدام ، یو شمېر نور په عمري قید او ځینو نورو ته له ۱۰ څخه تر ۱۵ کلونو پورې د بند سزا ورکړې ده.

د اخوان المسلمین ګوند د ۲۰۱۳ د مصر ټولټاکنې وګټلې  او ددغه ګوند غړی محمد مرسي د مصر ولسمشر ټاکل شوی و، خو اوسني ولسمشر چې هغه مهال د پوځ مشر و، پر مرسي کودتا وکړه، د هغه حکومت یې ړنګ او د مرسي په ګډون یې لسګونه مشران بندیان او ګڼ شمېر نور یې اعدام کړل.