د نیالګیو کېنولو پسرلنی کمپاین پیل شو

د نیالګیو کېنولو پسرلنی کمپاین پیل شو


  • 4 مياشتي دمخه (05/03/2024)
  • سمسور نیوز
  • 429

 

نیالګي اېښودل او د وچکالۍ له منځه وړل، د نیالګیواېښودلو کمپاین سږنی شعار دی.

د نیالګیو کېنولو پسرلنی کمپاین د سې شنبې په ورځ په کابل کې د ریاست الوزرا د سیاسي مرستیال او یو شمېر نورو چارواکو په شتون کې د کرنې وزارت له خوا پیل شو.

د ریاست الوزرا سیاسی مرستیال مولوي عبدالکبیر د دغه کمپاین د پیل پرمهال د نیالګیو پر کېنولو ټینګار وکړ او دا یې د اقلیمي بدلون له کبله د رامنځته شویو زیانونو پر وړاندې ښه مبارزه وبلله.

نوموړی وایي، لوی هېوادونه خپل کار او تولید کوي، خو قرباني بیا د وړو او پس پاتې هېوادونو ملتونه ورکوي.

مولوي عبدالکبیر زیاته کړه:

«په اوسني وخت کې چې افغانستان د اقلیمي بدلون له اغېزو څخه په شدت متضرر او وچکالۍ ځپلی دی، د نیالګیو کېنول او پالل خورا مهم  او اړین اقدام دی چې کېږي، خو د نیالګیو د کېنولو ترڅنګ د نیالګیو ساتل او پالل ډېر مهم دي. نن ډېر هېوادونه د اقلیمي بدلون له اغېزو کړیږي، خو افغانستان بیا تر بل هر هېواد ډېر زیانمن دی، د نړۍ سترو او صنعتي هېوادونو ته په هېڅ صورت د افغانستان په څېر کوچني او متضرر هېوادونه مهم نه دي.»

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست وزیر مولوي عطاءالله عمري وایي چې د سږ کال په ګډون د اسلامي امارت له واکمنېدو تر اوسه په ټول هېواد کې ۸۲ میلیونه مېوه لرونکي او بې مېوې نیالګي کېنول شوي دي.

د کرنې سرپرست وزیر په ورته وخت کې وایي چې افغانستان د اقلیم په بدلون او د هوا په خرابوالي کې ونډه نه درلوده، خو د هوا په صافولو او زیانونو سره په مبارزه کې یې باید لاسنیوی وشي:

 «د اکسیجن په زیاتولو او د خرابې هوا په پاکولو کې موږ په افغانستان او نړۍ کې ښه خدمتونه کولای شو، په دې برخه کې باید له موږ سره همکاري وشي. ترڅو موږ مېوه لرونکي او بې مېوې نیالګي کېنوو او په زیاته اندازه پاکه هوا او اکسیجن تولید کړو.»

د کابل ښاروالۍ مسوولین وایي چې له یوه کاله بل ته په کابل ښار کې د نیالګیو کېنولو کچه لوړیږي.

د کابل ښاروالۍ د سمسورتیا او زرغونو سیمو د ساتنې رییس مولوي عبدالوکیل متوکل وویل چې نیالګي او ونې د هوا د پاکوالي، ګرمۍ درجې د راټیټولو، وچکالۍ کمېدو، تېزو بادونو او توپانونو د مخنیوي، چاپیر د زرغونتیا او سمسورتیا په ګډون ډېرې ګټې لري:

 «د اسلامي امارت د بیا وکمنېدو په لومړي کال په کابل کې دوه سوه زره نیالګي کېنول شول، په دوهم کال په کابل کې شپږ لکه نیالګي ووېشل شول چې موږ په تېر کال کې له پنځو زرو د کمو نیالګیو زیان ولید چې وچ شول، سږ کال شل لکه نیالګي تولید لرو چې د کابل په پارکونو، ګلدانونو او مختلفو سیمو کې به کېنول شي.»

علما د نیالګیو کېنول جاریه صدقه بولي او ټینګار کوي چې ټول هېوادوال د نیالګیو په کېنولو او ساتنه مکلف دي.

هر کال په هېواد کې د کب میاشتې له ۱۵مې د نیالګیو کېنول پیلیږي چې دا کمپاین بیا د وري میاشتې تر نیمایي پورې دوام کوي.