كرزى له جاسوسانو څخه كابينه جوړوي !


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • اندړ
  • 1178

كه څه هم د كرزي په شخصيت او اهليت باندي خبري كول د وخت ضياع ده ، خو كله كله سړى د زړه له ډير دردڅخه دې ته اړ شي چې خپل احساسات او هيوادنۍ مينه له خپلو هيوادوالو سره شريكه كړي. په دې خبره ټول پوهيږو چې كرزى هغه سړى دى چې په تشو وعدو باندي  يې نه يواځي خپل ملت بلكه نړيواله ټولنه هم وغولوله ، او له ټولو سره يې د پيشو او موږك Tom and Jerry   لوبه پيل كړي ده. تر ټولو په زړه پوري ټكى خو دادى چې دا تكړه لوبغاړى په دې لوبه كې دومره پوخ شوى دى چې د دغي ډرامې اصلي جوړونكي ( نړيواله ټولنه ) نه يې هم لاره وركه كړي ده. لكه په همدغه كارتوني كې چي موږك له يوې خوا خپل موقف ساتي او له بلي خوا پيشو او دكور خاوند نه خپه كوي، نو كرزي هم كټ مټ د هغه موږك په پله باندي پل ږدي او غواړي چې له يوې خوا پيشو (ګاونډيان اوټوپك سالاران) او له بلې خوا د كور خاوند ( امريكا) خوښ وساتي.كه څه هم دا كره خبره ده چې پيشو او دكور خاوند دواړه د ده دښمنان دى، خو دى هځه كوي چې په  خپل مهارت سره دواړو خوښ ساتي او دى خپلي مزې په كي وكړي. په دغه لوبه كې زمونږ  خوار او بې وزلي ولس يواځي د هغه كارتوني فلم د ليدونكي حيثيت لري كوم چې په هيڅ ډول سره نشي كولاي چې له مخكي نه د لوبغاړو او سناريو جوړونكو ترمينځ د قراداد پر بنسټ  جوړ شوي سناريو كې بدلون راولي. خو ډيره ښه شيبه به هغه وي چې دغه موږك د ليدونكو ( افغان مظلوم ولس ) د زړه له خوښي سره سم  خو هغه هم د سناريو له مخي يو كار تر سره كړي.
له ډيرو خبرو به تير شو اوس اصلي موضوع ته راځو چې ولې ددغې لوبې سناريو ورځ په ورځ په ډيره كرغيړنه بڼه اوړي او ورځ په ورځ دليدونكو ( افغان مظلوم ولس) د ناخوښيو لامل ګرځي. په دې ورستيو كې چې د افغانستان په اصطلاح كابينه د جوړيدو په حال كې ده او دغې لوبي ډير ليدونكي موندلي دي. خو دلوبي اصلي كركټر ورځ په ورځ پسي بې خونده او بې كفايته كيږي.
دبيلګي په ډول په دغه كابينه كې د ځينو وزيرانو نومول ځينو وزراتونوته دومره بې له سنجش څخه شوي دي چې حتى چا يې خيال هم نكاوه. يو له دغو بي كفايته وزيرانو څخه د ايران د استخباراتو اجڼت او د اير ان د مستبد حكومت لاس پوځى ډاكټر هاشم عصمت اللهي دى.
دغه ښاغلى په ريښتيا سره هم ډاكټر دى خو په شيطانت ا و جاسوسي كې يې د ايران څخه ډاكټري راوړي ده. عصمت اللهي  هغه سړى دى چې په كابل پوهنتون كي يې د ايران او ايرانيانو په اشاره د افغان ولس بچو او په تيره بيا د پښتو او پښنو په خلاف جبهه جوړه كړي ده. د دغې جبهې غړي لكه سعيده مژگان مصطفوي ( د ښځو چارو د وزارت مرسياله او د كابل پوهنتون د ژورناليزم د پوهنځي استاذه )، منيژه باختري ( پيژندل شوي ستمۍ او په كابل پوهنتون كې د دغې ډلي فعاله غړي او دكابل پوهنتون د ژورناليزم په پوهنځي كي استاذه  چې تل يې د پوهنتون له وايي سره دښمني ښوولي او تل يي دانشګاه بولي) ، ضيا رفعت ( پيژندل شوى فاشيست ، په اخلاقي فساد تورن او د پښتو ښكاره دښمن ) او داسي نور و تل دا هڅه كړي ده چې د افغان ولس وياړونه خراسانيانو ته وركړي او د دغه هيواد اتلانو ته د جنايتكارنو خطاب وكړي.
اوس پوښتنه داده چې كرزيه ! ايا يواځي عصمت اللهي دسړي زوي ده او كه د هيواد په پوهنتونونو او د لوړو زړه كړو مؤسسو كې نور پوه ، مخور او په دين او وطن مين پوهان او دغي څوكۍ ته وړ كسان هم شته ؟!؟!؟ زه نه غواړم دهغه چا نومونه واخلم چې عصمت اللهي غوندي خلك يې حتي دهغه د لكچر د اخيستلو وړتيا هم نه لري داخو لا پريږدي چې د عصمت اللهي په شان يې څومره زده كونكي روزلي دي.
مونږ افغانان ټول بايد دا ومنو چې مونږ لمړى مسلمانان او بيا افغانان يو . هر هغه څوك چې مسلمان او ددغه كړيدلي هيواد ګټو ته وفادار وي  بې له دې نه چې د هغه قوم او ژبي ته پام وكړو دخپل واكدار او حاكم په توګه منو.خو هغه ځوك چې د دې ولس په وينو، كلتور، فرهنګ او تاريخ باندي سودا كوي مونږ ده دمنلو وړ نده. زه په پايله كې هيله لرم چې د ملت استازي دي په دې برخه كې په بشپړي پاملرني سره خپل ايماني پور ادا كړي او پري نږدي چې يو ځل بيا زمونږ هيواد او هيوادوال په تيره بيا د لوړو زدكړوه په برخه كې د پرديو د لومو ښكار شي ، كه نه نو بيا به د افغانستان د لوړو زده كړو په ټولو مؤسسو كې همغه د بلخ پوهنتون د تير كال سناريو روانه وي او پښتون ولس نه به دهغو دحقوقو د اخيستلو په تور ژبه پري كيږي.
په پښتنه مينه او درنښت