کورنیو چارو وزارت: ناقانونه وسلې راټولوو

کورنیو چارو وزارت: ناقانونه وسلې راټولوو


  • 10 مياشتي دمخه (06/03/2024)
  • سمسور نیوز
  • 307

د کورنیو چارو وزارت وایي ، د اسلامي امارت مشرتابه له غیر مسوولو کسانو څخه د ناقانونه وسلو د ټولولو لپاره لازم تدابیر نیولي او دا پروسه په جديت سره پر مخ روانه ده.

د کورنیو چارو وزارت د وسلو ټولولو په اړه د پوهاوي نړيوالې ورځې په مناسبت په یوه اعلامیه کې ویلي، دا ورځ  د سولې ساتلو او د نړيوال امنیت په رامنځته کولو کې د کلیدي اقداماتو په توګه ځانګړی اهمیت لري.

په اعلامیه کې راغلي، افغانستان د نړيوالې ټولنې ترڅنک دغه ورځې ته په درنه سترګه ګوري او له هغو هېوادونو څخه چې له دغې لارې پیسې ټولوي غواړي چې د خپلو وسلو په تولید او خرڅلاو سره د انسانیت د تباهۍ او د بې ګناه خلکو د ډله ییزې وژنې لامل نه شي.

د کورنیو چارو وزارت وایي، افغانستان له هغو هېوادونو څخه دی چې له بده مرغه خلک یې له وروستیو څو لسیزو راهیسې د یرغلګرو هیوادونو د وسلو د سیالۍ له امله د سپکو او درنو وسلو، ماینونو او نورو چاودیدونکو توکو له کارولو او ازمایښت څخه زیانمن شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم اسلامي امارت ویلي وو چې په هېواد کې د لا ډاډمن امنیت په هدف د وسلو ټولولو پروسه په جدیت سره پر مخ وړي