سیاسي مرستیال: ژر به کابل ته د پنجشېر د اوبو انتقال پروژه عملي شي

سیاسي مرستیال: ژر به کابل ته د پنجشېر د اوبو انتقال پروژه عملي شي


  • 10 مياشتي دمخه (06/03/2024)
  • سمسور نیوز
  • 358

د ریاست الوزرا  سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير وایي چې په کابل کې د اوبو د کمښت ستونزې د حل کولو لپاره به له پنجشېر څخه کابل ته د اوبو د انتقال پروژه پیل کړي.

نوموړي چې د نيالګيو د کېنولو د کمپاین د پیل په مراسمو کې خبرې کولې ، وويل چې په کابل کې د اوبو د کمښت د ستونزې د حل په خاطر به د پنجشير د اوبو د ليږدونې سيستم ته پام وشي او دغه پروژه به عملي شي.

نوموړي وویل چې کابل او یو شمیر نورې سیمې د پاکو اوبو له کمښت سره مخ دي او زیاتوي چې په کابل کې د اوبو د کمښت د ستونزې د حل په هدف اسلامي امارت له پنجشیر څخه کابل ته د اوبو د لیږد سیستم په پام کې لري او دغه پروژه به عملي شي.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو څو کلونو کې په کابل کې د اوبو د کمښت ستونزه په یوه جدي مسله بدله شوې او ډېری خلک یې اندېښمن کړي دي.