د روغتیا نړیوال سازمان :سلمان خیریه له افغانستان سره روغتیايي برخه کې مرسته کړې

د روغتیا نړیوال سازمان :سلمان خیریه له افغانستان سره روغتیايي برخه کې مرسته کړې


  • 9 مياشتي دمخه (07/03/2024)
  • سمسور نیوز
  • 263

 د سعودي عربستان د پاچا په مشرۍ، سلمان خیریه بنسټ په بامیانو ولایت کې له روغتیايي برخې سره ۱.۱ میلیونه ډالره مرسته کړې ده.

له روغتیا نړیوال سازمان څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې یادې مرستې څخه به د میندو، ماشومانو او تنکیو ځوانانو لپاره د روغتیايي خدماتو په چمتو کولو کې ګټه واخیستل شي، چې ۱۳۴ زره او ۸۷۶ کسانو ته به یې ګټه ورسیږي.

د سرچینې د مالوماتو پر اساس، دغه  مرسته به د اسلامي همکاریو سازمان له لارې د دوی په واک کې ورکړل شي.

که څه هم سرپرست حکومت وايي، هڅه کوي په ټول هېواد کې معیاري روغتیايي خدمات وړاندې کړي؛ خو د روغتیا نړیوال سازمان په تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په افغانستان کې روغتیايي سیسټم له کړکېچ سره مخ دی او لاهم په کې د میندو د مړینې کچه لوړه ده.

باید یاده شي چې سلمان خیریه بنسټ تر دې وړاندې هم په بدخشان او هرات کې له زلزله ځپلو سره مرسته کړې ده.