امر بالمعروف وزارت: ټول هېواد کې اوس سل سلنه حجاب مراعتېږي

امر بالمعروف وزارت: ټول هېواد کې اوس سل سلنه حجاب مراعتېږي


  • 10 مياشتي دمخه (07/03/2024)
  • سمسور نیوز
  • 282

امر‌ بالمعروف او نهی المنکر وزارت وايي، واک ته په رسېدو افغانستان کې اوس ۱۰۰ سلنه حجاب مراعېږي‌.

د امر بالمعروف مسوولانو رسنيو سره په خبرو کې ويلي چې کارکوونکي يې شپه او ورځ کار کوي او په ټولو سيمو کې له ځايي اوسېدونکو، ملايانو او د کليو له وکيلانو سره اړيکه لري.

ياد وزارت په اړه که څوک له حجاب مراعاتولو سرغړونه وکړي څه ډول سزا به ورکول کېږي، کوم شرايط روښانه کړي نه دي

څو مياشتې مخکې په ټولنيزو رسينو کې داسې ويډيوګانې لاس په لاس شوې چې امر بالمعروف لخوا ښځې د حجاب نه مراعاتولو له امله وړل کېږي.

نورو چارواکو دغه ويډيوګانې بې بنسټه بللې وې خو د سرپرست حکومت وياند منلې وه چې يو شمېر نجونې په دې موخه چې د حجاب د مراعاتولو سپارښتنه ورته وکړي، د څو ساعتونو لپاره وړې وې.

بلخوا ګڼې افغان ميرمنې وايي هیڅ يو امر دې ته اړې کړې نه دي چې حجاب مراعت کړي بلکې حجاب یې د دين او کلتور مهمه برخه ده چې له وړاندې ورته احترام لري او مراعتوي یې.