د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال وايي، هڅه کوي په فرهنګي برخه کې د څو لسیزو نیمګړتیا له منځه یوسي.
نوموړي تېره ورځ په یوه غونډه کې د ټولو ولایتونو حافظانو، لیکوالانو، ناشرانو او میناتورانو ته په خبرو کې ویلي، په تېرو دوه لسیزو کې هېواد له فرهنګي اشغال سره هم مخ وو، چې اغېزې یې تر اوسه محسوسیږي.
د مولوي کبیر په خبره، دوی په سیاسي، اقتصادي او فرهنګي ډګرونو کې شته ستونزو او د نړۍ د استخباراتي شبکو شومو پلانونو ته متوجه دی، په پوره احتیاط ګام اخلي او هڅه کوي افغانستان په سیاسي، اقتصادي او فرهنګي ډګرونو کې هم بریالی شي.
د یادونې ده چې یاده غونډه د اطلاعاتو او فرهنګ له لوري په کور دننه د قرانکریم او یو شمېر نورو دیني کتابونو د چاپ په برخه کې د مشورو لپاره رابلل شوې وه.