افغان لوبډلې ایرلنډ ته ماتې ورکړه

افغان لوبډلې ایرلنډ ته ماتې ورکړه


  • 4 مياشتي دمخه (08/03/2024)
  • سمسور نیوز
  • 484

له ایرلنډ سره د یو ورځینو سیالیو په لومړۍ لوبه کې افغان لوبډلې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه.

په دې لوبه کې لومړی توپ وهنه افغان لوبډلې ترسره کړه، چې په ټاکلو پنځوسو اورونو کې یې د شپږ لوبغاړو په سوځېدو ۳۱۰ منډې وکړې.
د افغانستان لپاره په توپ وهنه کې رحمان الله ګربز ۱۲۱، ابراهیم ځدران ۶۰ او لوبډل مشر حشمت الله شاهدي ۵۰ منډې وکړې.
ایرلنډ لوبډلې ورکړل شوی هدف پوره نشو کړی او په ټاکلو پنځوس اورونو کې یې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو ۲۷۵ منډې جوړې کړې.

د یادونې ده چې د دواړو هېوادونو ترمنځ به دویمه یو ورځنۍ سیالۍ سبا ترسره شي.