ننګرهار  کې د نارنج ګل دودیزه مشاعره او مېله ترسره شوه

ننګرهار کې د نارنج ګل دودیزه مشاعره او مېله ترسره شوه


  • 9 مياشتي دمخه (09/03/2024)
  • سمسور نیوز
  • 606

د نارنج ګل مشاعره د ننګرهار په مرکز جلال آباد ښار کې د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري جوړه شوې وه، چې په کې د هېواد له ګڼو ولایتونو سربېره د کوزې پښتونخوا یو شمېر شاعرانو هم برخه اخیستې وه.

د ننګرهار اطلاعاتو او کلتور رییس دغه مشاعره کې له شاعرانو غوښتنه وکړه، چې خپلو اشعارو کې دې یووالي، د هېواد آبادۍ او د خپل اصلي کلتور د پرمختګ لپاره کار وکړي.

« د نارنج ګل دوديزه مشاعره هر کال ترسره کيږي، چې سږ کال هم يادې مشاعرې ته په زرګونه مينوال راغلي او دا ځل مو د کوزې پښتونخوا څخه هم شاعران رابللي دي.»

له کوزې پښتونخوا څخه راغلي شاعر بخت زاده دانش وايي، په دا ډول مشاعرو کې د لرې او برې پښتونخوا د شاعرانو ونډه د فرضي کرښې دواړو غاړې ولسونو اړیکې نورې هم پیاوړې کولای شي.

« زه ډېر خوشحاله يم چې نارنج ګل مشاعره کې ګډون کوم دا افغانستان اسلامي امارت ته يې مبارکي وايم، دا ښه خبره ده چې له کوزې پختونخوا څخه هم شاعران رابلل شوي دي، دلته د شعر معيار لږ لوړ دی او خلک يې په ډېره مينه اوري».

له کوزې پښتونخوا بل راغلی شاعر منیر بونیري وايي:

« خوشحاله يم چې په دومره لويه مشاعره کې ګډون کوم، خوشحاله يم چې خپلو پښتنو ته مخامخ یم ستاسې له مينې ډېره مننه».

د مشاعرې ګډونوال ضياالدين همت مل د دا ډول مشاعرو جوړيدل ستايي او زياتوي مشاعرې کولی شي خلک د تفريح تر څنګ له خپل اصل کلتور او فرهنګ څخه خبر کړي.

نوموړی همدارز زياته کړه شاعرانو ته هم پکار ده، چې داسې اشعار ووايي چې پکې خلک هيوادنۍ مينې ته وحسيږي.

« دلته د ژوند سندرې پکې ويل کيږي د ژوند د ښه کېدا او پرمختګ پيغامونه پکې ویل کيږي، سږ کال هم د لوی افغانستان له کونج کونج څخه ورته شاعران وغوښتل شوي دي، ولسونه ورته راغلي دي او تر ټولو ښه خبره دا ده، چې دا مشاعره په ازده فضا کې ده او يو ښه ماحول ورته برابره شوې ده».

د نارنج ګل دودیزه مشاعره چې په لومړي ځل ۱۳۴۳ هـ ل کال کې د ننګرهار اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري جوړه شوې وه، تر دا مهاله هر کال د پسرلي په را رسېدو سره دغه ولایت کې د خلکو په پراخ ګډون سره لمانځل کیږي.