اردغان: چمتو یوو، چې د اوکراین او روسیې ترمنځ د خبرو کوربه توب وکړو

اردغان: چمتو یوو، چې د اوکراین او روسیې ترمنځ د خبرو کوربه توب وکړو


  • 6 مياشتي دمخه (09/03/2024)
  • سمسور نیوز
  • 198

د ترکیې ولسمشر پرون له خپل اوکراین سیال سره په کتنه کې وویل، هېواد یې د روسیې او اوکراین ترمنځ د سولې د احتمالي غونډې کوربه‌توب ته چمتو دی.

رجب طیب اردوغان دا څرګندونې له خپل اوکرایني سیال ولودیمیر زیلینسکي سره تر بیګانۍ کتنې وروسته په ګډه خبري غونډه کې وکړې.

خو هغه ټینګار وکړ چې انقره د اوکراین د ارضي تمامیت ملاتړ کوي.

اردوغان همداراز وویل، هېواد یې چمتو دی د جګړې د پای ته رسېدو په صورت کې د اوکراین په بیارغونه کې مهم رول ولوبوي.

نوموړي ویلي، له زیلینسکي سره په کتنه کې د اوکراین د روانې جګړې او همداراز په تور سمندرګي کې د کشتیو د خوندي تګ راتګ او د اوکراین د غلې د صادراتو په اړه بحث وشو.

ترکیه د اوکراین د غلې دانې د صادراتو د تړون چې له مخې یې د اوکراین د غلې پر صادراتو د روسیې د بندیز مخه ونیول شوه پلوي ده.