هوا پېژندنې ادارې یو شمېر ولایتونو کې د سختو ورښتونو او سېلابونو اټکل کړی

هوا پېژندنې ادارې یو شمېر ولایتونو کې د سختو ورښتونو او سېلابونو اټکل کړی


  • 9 مياشتي دمخه (10/03/2024)
  • سمسور نیوز
  • 392

هوا پېژندنې ادارې یو شمېر ولایتونو کې د سختو ورښتونو او سېلابونو اټکل کړی

 

د هوا پېژندنې ادارې نن او سبا دوشنبه د هېواد په ګڼو ولایتونو کې د شدیدو ورښتونو او سېلابونو د راوتلو وړاند وینه کړې.

یادې ادارې د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره ویلي چې  نن  یکشنبه  به په ارزګان،هلمند، زابل، کندهار، پکتیکا، غزني، غور، دایکندي، بادغیس، فاریاب او جوزجان ولایتونو کې ورښتونه وشي.

د دې ادارې له اټکل سره سم، د دغو تېزو ورښتونو له کبله ښايي د شمال، هریرود او هلمند په سیندیزو حوزو کې د اوبو سطحه لوړه  شي.

د اوبو او انرژۍ وزارت هم ویلي چې د هېواد په سیندیزو حوزو کې د نن او راتلونکو دوو ورځو د ورښتونو په نتیجه کې به سېلابونه راشي.

یاد وزارت له خلکو غوښتي په هغو سیمو کې چې د سېلابونو د راوتلو احتمال ورکړل شوی، له تګ راتګ څخه ډده وکړي.

د یادونې ده چې وروستیو ورښتونو او درنې واورې په یو شمېر سیمو کې د ځاني او مالي ریان تر څنګ ډېر شمېر کورونه هم ونړول او رزګونه څاروي یې هم تلف کړل.