د سرپرست حکومت رئیس ا. لو. زار: روژه کې د خوراکي توکو بېې مه لوړوئ

د سرپرست حکومت رئیس ا. لو. زار: روژه کې د خوراکي توکو بېې مه لوړوئ


  • 4 مياشتي دمخه (11/03/2024)
  • سمسور نیوز
  • 241

د اسلامي امارت رییس الوزرا د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت پیغام کې له چارواکو، پانګوالو او هېوادوالو غوښتي چې د بېوزلو، طبیعي پېښو ځپلو او په ځانګړې توګه د تازه راستنو شویو افغانانو لاسنیوی وکړي.

رییس الوزرا، ملا محمد حسن اخوند له سوداګرو غواړي چې د روژې په میاشت کې د خوراکي توکو بیې لوړې نه کړي او مسوولین دې د نرخونو راټیټولو په موخه جدي څارنه وکړي.

هغه یو ځل بیا پر نړۍوالو غږ کړی چې د روژې په دغه مبارکه میاشت کې فلسطین هېر نه کړي او د غزې د اوسېدونکو ملاتړ ته را وړاندې شي او په ډاګه کړې يې ده چې که څوک په دغه برخه کې رښتینې هڅې نه کوي هغه د اسراییلو جرمي شریکان دي.