اقتصادِ معاوونیت:  د څلوېښت ملیاردو افغانیو په ارزښت پروژې منظورې شوې

اقتصادِ معاوونیت:  د څلوېښت ملیاردو افغانیو په ارزښت پروژې منظورې شوې


  • 9 مياشتي دمخه (11/03/2024)
  • سمسور نیوز
  • 355

د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت وایي چې د تدارکاتو کمېسیون د څه باندې ۴۰ میلیارد افغانیو په ارزښت ۱۴۲ پروژې منظورې کړې

د ریاست الوزرا له اقتصادي معا ونیت څخه په خپره شوې خبر پانه کې راغلي، چې ملا عبدالغني برادر د څه باندې ۴۰ میلیارد افغانیو په ارزښت د ۱۴۲ نویو او ناتمامه پراختیايي پروژو د منظورۍ خبر ورکړ.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په دغو پروژو کې شاوخوا درې میلیارده افغانۍ لګښتونه سپما شوي دي.

چې ټولې پروژې د داوطلبۍ له لارې اعلان شوې دي.

په خبرپاڼه کې د يادو پروژو پر روڼتيا د ټينګار تر څنګ ويل شوي، چې د دغو پروژو په پيلېدو سره به زرګونو کسانو ته د کار زمينه برابره شي.

په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي چې په پروژو کې متوازن انکشاف او د کورنیو تولیداتو او ظرفیتونو څخه ګټه اخیستنه په پام کې نیول شوې ده.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، په دې پروژو کې برېښنا، روغتیا، کرنې، د زیربناوو جوړول او نور سکتورونه شامل دي.