ازبکستان: نږدې راتلونکې کې د افغانستان سفارت اوسني حکومت ته سپارو

ازبکستان: نږدې راتلونکې کې د افغانستان سفارت اوسني حکومت ته سپارو


  • 10 مياشتي دمخه (13/03/2024)
  • سمسور نیوز
  • 275

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د ازبیکستان د بهرنیو چارو له وزیر بختیار سعید اوف سره په کتنه کې د دوه اړخیزه اړیکو تر څنګ  د قوشتېپې کانال په اړه هم خبرې کړي.

له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ددې لیدنې پر مهال د سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو همکاریو او همدارنګه سیمه‌ییز اتصال په اړه هم هراړخیزې خبرې وکړې.

په دې کتنه کې ملا برادر ویلي چې اسلامي امارت اقتصاد محوره بهرنی سیاست تعقیبوي چې اساسي تمرکز یې پر سیمه‌ییز اتصال دی او دې هدف ته د رسېدو لپاره د سیمې او په ځانګړې توګه ازبیکستان همکارۍ ته اړتیا لري.

ملا برادر د اوبو مدیریت په اړه ویلي چې د هېواد په شمال کې د قوش‌تېپې کانال د افغان ولس حق دی  چې د اوږدمهاله جنګونو او بې ثباتیو له کبله افغان ولس توانېد چې له آمو سیند څخه د د نورو هېوادونو په څېر معقوله او مشروع استفاده وکړي.

خبرپاڼې د ازبیکستان د بهرنیو چارو وزیر له قوله ویلي، هېواد یې چمتو دی چې له افغانستان سره د خپلو سیاسي او اقتصادي اړیکو پراخولو په هدف په نږدې راتلونکي کې په تاشکند کې د اسلامي امارت سفیر ومني.