د اروپايي ټولنۍ د بهرنۍ پالیسي مشر جوزیف بوریل ویلي چې په غزه کې لوږه د جګړې د وسیلې په توګه کارول کېږي.
نوموړي د غزې جګړه د انسان په لاس جوړ شوی ناورین بللی او ویلي یې دي، چې دا کار باید په کلکو ټکو وغندل شي.
جوزیف ویلي، اوس مهال د مرستو رسوولو لپاره د ځمکې ټولې لارې بندې دي او په کار ده چې مرستې د هوا له لارې ورسول شي.
نوموړی دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې غزه کې په تېرو دوه اوونیو کې ۲۷ کسان چې زیات یې ماشومان دي د لوږې له کبله وژل شوي دي.
اوس مهال غزې ته د مرستو رسوولو په موخه یوه اسپانوي بېړۍ له قبرصه روانه شوې، چې ۲۰۰ ټنه خواړه په کې بار دي.
ملګري ملتونه وايي، دا مرستې د هغو ځای نه شي نیولي، چې د ځمکې له لارې ترسره کېږي.