د پاکستان له نوي حکومت د سرپرست حکومت هیله؛ د اړیکو رغېدو کې ګامونه پورته کړئ

د پاکستان له نوي حکومت د سرپرست حکومت هیله؛ د اړیکو رغېدو کې ګامونه پورته کړئ


  • 1 مياشت دمخه (15/03/2024)
  • سمسور نیوز
  • 130

 د بهرنیو چارو سرپرست وزیر هیله څرګنده کړې، چې د پاکستان نوی حکومت به له افغانستان سره اړیکې پیاوړې کړي.

امیرخان متقي تېره ورځ د پاکستان له سفیر عبیدالرحمن نظاماني سره په کتنه کې ویلي، تمه ده چې د پاکستان نوی حکومت به د یوې مثبتي پالیسي له مخې، د اړیکو پر پیاوړتیا کې رغنده ګامونه واخلي.

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند پرخپله ایکس پاڼه لیکلي چې په دې لیدنه کې امیرخان متقي له افغانستان سره د سیمې هېوادونو تعامل مثبت بللی.
متقي ویلي، د سیمې هېوادونو دا درک کړی چې په افغانستان کې ثبات د سیمې د پرمختګ لپاره مثبت رول لري.

پاکستاني سفیر ویلي چې نوی منتخب جکومت له افغانستان سره د اړیکو د پراختیا لید لوری لري او د ستونو د حل لپاره به په ګډه هڅه وکړي.

دواړو لوریو دغه راز پر ډېورنډ فرضي کرښه د تګ راتګ په برخه کې د اسانتیاوو د رامنځته کولو په اړه هم خبرې کړې دي.

د یادونې ده، چې تر دې وړاندې د پآکستان له سرپرست حکومت سره د ډېورنډ فرضي کرښې او افغان کډوالو په اړه د کابل او اسلام اباد اړیکې ترینګلې شوې وې.