له اوسني حکومت د اروپا پارلمان غوښتنه؛ د ښځو حقونه ورکړئ

له اوسني حکومت د اروپا پارلمان غوښتنه؛ د ښځو حقونه ورکړئ


  • 10 مياشتي دمخه (15/03/2024)
  • سمسور نیوز
  • 260

د اروپايي پارلمان غړو یو وار بیا له اسلامي امارت غوښتي چې د ښځو د کار او زده کړو حقونه ورکړي.

یاد پارلمان تېره ورځ د یو پرېکړه لیک په خپرولو سره په افغانستان کې د بشري حقونو په اړه هم اندېښنه څرګنده کړې ده.

په پرېکړه لیک کې راغلي، چې له اسلامي امارت سره د دوی هر ډول تعامل یوازې د شورا له لوري د ټاکل شویو شرایطو او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي ریچارډ بنټ د سپارښتونو پر اساس ترسره کېدی شي.

اسلامي امارت لاهم د اروپا پارلمان دې پرېکړې ته کوم غبرګون نه دی ښوودلی؛ خو تر دې وړاندې یې ویلي، چې په افغانستان کې د ټولو لوریو حقونه خوندي دي او د ځانګړي شرعي چوکاټ په رامنځته کېدو سره به ښځو ته د کار او زدکړو حقونه هم ورکړي.