ډبلیو اېف پي: د خوراکي توکو کمښت افغانستان له ناورین سره مخ کړی

ډبلیو اېف پي: د خوراکي توکو کمښت افغانستان له ناورین سره مخ کړی


  • 9 مياشتي دمخه (17/03/2024)
  • سمسور نیوز
  • 333

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام وايي، افغانستان دا مهال د خوراکي توکو له سخت ناورین سره مخ دی.     

 

په افغانستان کې د دې پروګرام ویاند فلیپ کروف د ترکیې له انادولو اژانس سره په خبرو کې ویلي، ښځې او ماشومان تر نورو زیات له دې وضعیت څخه کړېږي.  

 

کروف زیاته کړې، چې دا مهال یو پر درېیمه برخه افغانان چې شمېر یې څه کم ۱۶ میلیونه کسانو ته رسېږي، له لوږې سره مخامخ دي.         

 

نوموړي ویلي، له دې ډلې درې نیم ملیونه وګړي د خوړو د نه خوندیتوب له اضطراري حالت سره مخامخ دي.  

 

هغه خبرداری ورکړی، چې په افغانستان کې د خوړو نه خوندیتوب د زیاتېدو په حال کې دی.

 

دا په داسې حال کې ده، چې تازه د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې ویلي، چې د افغانستان ۳۶ سلنه وګړي د غذایي خوندیتوب له پلوه اندېښنه لري.